نن، جمعه د «اکتوبر ۳۱مه» د ښارونو نړیواله ورځ ده.
کشمیر خان د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د یوې ۱۴ کسیزې کورنۍ مشر دی.
دی په پاکستان کې له څو لسیزو ژوند کولو وروسته، څلور میاشتې مخکې افغانستان ته ستون کړل شوی او اوس د افغانستان د پلازمینې کابل په اتمه ناحیه کې په یوه کور کې په خورا سخت حالت کې ژوند کوي.
په کابل کې اقتصادي ستونزو او لوړو بیو دی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی:
"کور مې کرایي دی، په کابل کې لګښتونه لوړ دي، هرڅه ګران دي، زه یوازې هیڅ کار هم نه شم کولای، په دې شرایطو کې ان که ۱۶ زره افغانۍ معاش هم ولرئ، هیڅ څه پرې نه کېږي، زه په ورځ کې له دوه څخه تر درې سوه افغانیو پورې عاید لرم، هغه دوه لکه افغانۍ مې چې له پاکستانه راوړې وې هغه هم خلاصې شوې، د کور کرایه مې ۷ زره افغانۍ ده، هغه ۷ زره افغانۍ چې زه یې کرایې ته ورکوم، زما د ماشومانو خواړه پرې کیږي، خو زه یې کرایې ته ورکوم، اوس نه پوهېږم چې د کرایې غم وخورم که خواړه چمتو کړم."
محمد یونس د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ له زلزلې ځپلو دی چې دوه کاله مخکې د سختې زلزلې له امله یې کور ویجاړ شو او هرات ولایت ته کډه شو.
دی هم ورته شکایت لري:
“په ښار دننه ستونزې ډېرې دي، یوه ستونزه بې کاري ده چې دنده نه موندل کېږي، که پیدا هم شي، په ټیټ معاش ده، د کور کرایه بله ستونزه د، بلخوا که ناروغ ولرې او دولتي روغتونونو ته یې یوسې، په سمه توګه ورته رسېدنه نه کېږي، ځکه هلته ګڼه ګوڼه ډېره ده."
په هرات کې د نفوسو زیاتوالي د دې ښار اوسیدونکي هم له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
د هرات ښار یو اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، په دې اړه د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په دې وروستیو کې له یوې خوا، په هرات کې زلزلې وشوې او له بلې خوا له بده مرغه، کډوال له ایرانه را وشړل شول، ښار کې په بې ساري ډول ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، یعنې کله چې موږ غواړو له ښار څخه د موټر په واسطه بل چېرې ولاړ شو، هغه لاره چې پخوا به یې ۱۰ دقیقې وخت نیوه اوس ۴۵ دقیقې وخت نیسي، ترافیکي ګڼې ګوڼې ګډوډي رامینځته کړې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي."
دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو ان - هبیتات) د افغانستان څانګه وايي چې د کډوالو بیرته راستنیدو او په کلیوالي سیمو کې د ژوند فرصتونو په کمیدو سره، د افغانستان ښارونه د ملیونونو کسانو لپاره په کورونو او د هیلې په ځای بدل شوي دي، د دې سازمان په ټکو، دا ښارونه د مخ په زیاتیدونکي اړتیاوو پوره کولو ته چمتو نه دي.
« یو ان - هبیتات» د جمعې په ورځ (اکتوبر په ۳۱مه) د ښارونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه د دوامداره او پراخو ښارونو د جوړولو لپاره د اقدام غوښتنه کړې ده.
د اکتوبر ۳۱مه «د ښارونو نړیواله ورځ» ده.
ملګرو ملتونو د دې ورځې موخه، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې نمانځل کیږي، د ښاري کیدو، ننګونو او د دوامداره ښاري پراختیا لپاره د لیدلورو په اړه په نړیواله کچه د عامه پوهاوي لوړول، د نړیوالې همکارۍ وده او د عادلانه، سوکاله، دوامداره او ټول شموله ښارونو د جوړولو لپاره نړیوالو هڅو کې مرسته کول بللي دي چې د دې سازمان په وینا، ټولنو ته د ژوند غوره چاپیریال او کیفیت چمتو کوي.
داسې مهال چې افغانستان کې د افغانانو په بې ځایه کیدو او له بېلابېلو هیوادونو د کډوالو بیرته راستنیدو سره، د وضعیت د خرابیدو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان - هبیتات) مخکې هم ویلي وو چې په ښارونو کې د راستنیدونکو میشتیدل پر عامه خدمتونو اضافي فشار راوړي، او ډیری دا افغان راستنیدونکي په ښاري سیمو کې میشتیدل غوره کوي.
د ټولنیزو او کډوالۍ چارو پوهان ښاري ګڼه ګوڼه یوه جدي ستونزه بولي وايي، د طالبانو حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره پروګرامونه پلي کړي او د ښاري کلتور په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړي.
له دې ډلې عبدالرازق عدیل ازادي راډیو ته وویل:
"له یوې خوا د نفوسو د زیاتېدو په وړاندې د زیر بناووو د پراختیا په برخه کې ناکامۍ ښارونه د نه استوګنې وړ ځایونو باندې بدل کړي، له بلې خوا د ښاري او له ګڼه ګونې ډکو سیمو کې د ژوند د ادبو په برخه کې د عامه پوهاوي نه شتون شته نظم ګډوډ کړی دی. حل لاره دا ده چې ولایتونو کې پیاوړي ښارونه جوړ شي، چې دا به په لویو مرکزونو فشارونه کم کړي ."
له دې مخکې د ملګرو ملتونو ځینو ادارو د افغانستان په ګڼ میشتو ښارونو کې د ژوند شرایط ان د بېلابېلو اندیښمنونکو ستونزو د رامنځته کېدو لامل بللي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام د «مارچ په ۳۰مه» "د کثافاتو د صفر کېدو نړیوالې ورځې" په مناسبت په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي و چې په افغانستان کې د کثافاتو مدیریت په ځانګړې ډول په ګڼ میشتو او غیر رسمي ښاري سیمو کې یوه جدي ننګونه ده او له پامه غورځول یې د عامې روغتیا لپاره خطر پېښوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یوه راپور کې ویلي وه چې په دې هیواد کې د اوبو سرچینو د کمښت له امله ۳۹ سلنه افغان کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د «اوچا»په ټکو، دې کمښت روغتیايي ستونزې زیاتې کړې، د ښاري ککړو اوبو مدیریت یې یوه جدي ننګونه ګرځولې او د ساري ناروغیو خطر یې زیات کړی دی.
د یادونې ده چې افغانستان په وروستیو لسیزو کې د جګړو په ګډون د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله د کډوالۍ او بې ځایه کیدو پراخې څپې تجربه کړي، چې له امله یې ډیری خلک په ځانګړي ډول د ۷۰ لسیزې له کورنیوشخړو وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې له خپلو سیمو څخه کابل او د افغانستان نورو لویو ښارونو ته بې ځایه شوي دي.
ډیری کورنۍ چې له بېلابېلو ولایتونو لویو ښارونو ته، په ځانګړې توګه کابل ته کډه شوي، تل د اسانتیاوو او خدمتونو نشتوالی، په ځانګړې ډول روغتیایی مرکزونو ته نه لاسرسی خپلو اصلي سیمو ته د نه ستنېدو لامل ښیي.