د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

ډي مېستورا: ډاډه یم چې د سوریې جګړه له ډیپلوماتیکو لارو ختمېدای شي


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، ډاډه دی چې د سوریې جګړه د ډیپلوماتیکو لارو ختمېدای شي.

اسټفان ډي مېستورا د چهارشنبې په ورځ په ژنیو کې د سوریې د حالاتو په اړه یوې خبري غونډې ته وویل چې هیله لري د استانې راتلونکې غونډه به په دې برخه کې مرسته وکړي.

دی وايي:

"زه ډاډه یم او موږ پر همدې مسئلې ټینګار کوو او کار ورته کوو چې یوه حل‎لاره باید وي، راځئ ووایم چې دا حل‎لاره به په ادلیب کې نوی حلب نه‎وي. دا هغه څه دي چې که موږ له تېر څخه تجربه اخیستې وي، نو په هره بیه چې وي غواړو مخه‌یې ونیول شي. د دې کار لپاره زه هیله لرم او باوري یم چې د استانې راتلونکې غونډه به په‎دې برخه کې مرسته وکړای شي."

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د کړکېچ د ختمولو په هدف غونډې د ایران، روسیې او ترکیې په منځګړیتوب پر مخ ځي.

د استانې په تېره غونډه کې یادو هېوادونو د سوریې په شمال، مرکز او جنوب کې د څلورو امنیتي زونونو پر جوړېدو موافقه وکړه، خو د سوریې د حکومت مخالفینو هغه موافقه رد کړه.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون ویلي چې د سوریې د جګړې په اړه به تاریخ قضاوت کوي او زیاتوي د اوس لپاره دومره ویلی شي چې د دې جګړې هېڅ لوری د جګړې د ګټلو ادعا نه‎شي کولای.

دا خبرې داسې مهال شوي چې د سوریې دولتي رسنیو تېره ورځ اعلان وکړ چې د سوریې پوځیانو دېرالزور ښار ته نږدې د داعش ډلې شااوخوا درې کلنه کلابندي ماته کړه.

داعش ډلې لا هم د دېرالزور ښار پر نیمایي برخه او د بل ښار رقې پر ځینو سیمو خپل کنټرول ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG