نن جمعه د اکتوبر ۳۱مه شلمه ورځ ده چې دا لارې تړلې دي. یو شمیر کابل ښاریان وايي چې له دې امله په بازارونو کې د درملو، یو شمیر خوراکي توکو او ساختماني موادو بیې لوړې شوې دي.
د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکې خالدې ازادي راډیو ته وویل"نخود، لوبیا، وریجې، دال د دې توکو قیمتونه لوړ شوي دي، له پنځوسو نه تر سلو افغانیو یې فرق کړی دی، مونږ چې کله له دوکاندارنو پوښتنه کوو چې دا ولې، وايی لارې تړلې دي دا ټوکي له پاکستانه راځي."
د افغانستان او پاکستان تر منځ ځمکنۍ لارې د دواړو هیوادونو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته ټولې تړل شوې دي.
د کابل د کارته پروان په سیمه کې د یوه درملتون خاوند صمیم بیا وايي، درمل هم ګران شوي دي. دی وايي"دا چې لارې تړل شوي او پاکستاني درمل نه راځي، نو قیمته شوي او ان نه پیدا کېږي."
د ساختماني موادو په ځانګړي ډول سیمنټو په اړه هم همدا خبره کېږي.
په کابل کې د یو ساختماني شرکت مسوول مصور زمري ازادي راډیو ته وویل"سیمنټ چې په ساختماني چارو کې ډیره استفاده ترې کېږي، د دې تولیدات په افغانستان کې هم شته، له ایرانه هم واردېږي خو د خلکو غوښتنه نه پوره کوي، ځکه خو له پاکستان نه هم واردېدل. اوس چې لارې تړل شوي تقریبا ۲۵ سلنه یې قیمت کې فرق راغلی، مخکې که ۴۰۰ ډالره في ټن وو، اوس په ۵۰۰ ډالره شوي دي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم دا خبره مني او وايي دوی په بدیلو لارو کار کوي.
د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل"لارې بندې دي، پاکستان سره زمونږ سوداګري او ترانزیت هر څه بند شوي دي، په بازار باندې یې تاثیرات منفي دي، دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان نه ساختماني مواد راتلل لکه سیمنټ، درمل راتلل، همدارنګه وریجې، حبوبات نخود او لوبیا، دا ټول قیمته شول خو دا بېرته یو نورمال حالت ته ځي ځکه مونږ مجبورېږو چې نورو ځایونو نه مواد راوړو او اوس تلاشونه موجود دي چې مرکزي اسیا سره خبرې وکړو."
له پاکستان سره د ترانزیتي لارو پرانیستل زموږ تر هڅو لوړه خبره ده او د حکومتونو په کچه خبرواترو پورې اړه لري.
ښاغلی الکوزي وايي، د لارو پرانیستل د دوی له هڅو پورته خبره ده او د حکومتونو په کچه خبرو پورې اړه لري.
د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې ځمکنۍ لارې د اکتوبر په یولسمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اکتوبر د لسمې د شپې ناوخته له نښتو ورسته د سوداګرۍ، ترانزیت او هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوې.
د طالبانو حکومت دا نښتې انتقامې بللې وې ویلي یې وو، چې پاکستان د اکتوبر په نهمه د کابل هوايي حریم نقص کړی او په پکتیکا کې یې هوايي بریدونه کړي دي.
که څه هم د اکتوبر په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ اوربند وشو خو لارې دغه شان تړلې پاتې شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ او ټرانزیټ ټولې لارې تر هغه وخته بندې وي چې د امنیتي وضعیت بشپړه ارزونه نه وي شوي.
د دې وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د اکتوبر په ۲۴ مه په خپل اوونیز کنفرانس کې ویلي وو چې "د پاکستاني وګړو ژوند له هر ډول سوداګرۍ ډېر ارزښت لري."
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي نانندرې ډیری وخت د لارو د بندیدو لامل شوي چې له امله یې سوداګر او هم عام خلک زیانمن شوي دي.
اوس ولیدل شي چې استانبول کې د دواړو لوریو له خوا د اوربند د دوام تر پرېکړې و ورسته به دا لارې کله پرانیستل شي.
 
 
 
