د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۲

طالبانو او پاکستاني چارواکو د اوربند په دوام هوکړه وکړه


یو طالب عسکر له غلام خان بندر سره نږدې
یو طالب عسکر له غلام خان بندر سره نږدې

دوی دا پرېکړه په استانبول کې تېر ماښام وکړه او د ترکیې او قطر په منځګړیتوب یې د خبرو دویم دور چې څو ورځې له خنډ او ځنډ سره مخ ته ولاړ پای ته ورساوه.

د استانبول ښار یوه څنډه
د استانبول ښار یوه څنډه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستاني مرکچیانو تر منځ د حاصلې شوې هوکړې ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دغې پنځه ماده یيز اعلامیه کې راغلي چې : «ټولو خواوو د اوربند په دوام سلا وکړه. راتلونکې خبرې به د نومبر په ۶مه په استانبول کې پیل شي او هم به ټولې ښکېلې خواوې داسې یو څارونکی میکانیزم جوړ او پلی کړي چې د سولې ټینګښت تضمین او سرغړونکی لوری جریمه کړي.»

ترکیې او قطر همداراز چمتووالی ښوولی چې له دواړو خواو سره د دایمي سولې او ټیکاو د ترلاسه کولو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبرو تایید کړې چې خبرې پای ته رسېدلي او دواړو خواوو موافقه کړې چې نورې خبرې به راتلونکو غونډو کې مطرح شي.

هغه وویل چې افغانستان له پاکستان سره "د متقابل درناوي او نه لاسوهنې پر بنسټ" د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د طالبانو په وینا، د استانبول خبرې اترې، چې یو پېچلی بهیر و، د دې پرېکړې سره پای ته ورسېدې چې دواړه خواوې به بېرته سره وګوري او د پاتې موضوعاتو په اړه به بحث ته دوام ورکړي.

په استانبول کې دا ناستې د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې روانې وې.

د ناستو اساسي هدف د هغه اوربند پیاوړتیا وه، چې له دې وړاندې د اکتوبر په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په دوحه کې د همدې منځګړو هېوادونو په حضور کې د طالبانو او د پاکستان د چارواکو تر منځ رامنځته شوی و.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG