د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

سوریه کې د داعش جنګیالي د القاعده تر کنټرول لاندې سیمې ادلیب ته تښتېدلي


د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر کنټرول لاندې سیمې په سوریه کې د امریکا له ملاتړه برخه‌مند ځواکونو او د سوریې رژیم تر سختو حملو لاندې ونیولې چې په نتیجه کې یې څه باندې لس زره سړي، ښځې او ماشومان له دې سیمو وتښتېدل.

د دوی ترمنځ د داعش ډلې زیات شمېر جنګیالي چې دقیق ارقام‌یې نه‎دي معلوم هم موجود وو.

دوی ټول د سوریې شمال غربي ښار ادلیب ته وتښتېدل.

ادلیب د القاعده شبکې د یوې ملاتړې ډلې د شام د ازادۍ کمېټې تر کنټرول لاندې ده.

د سوریې فعالان چې د نوم له اخیستلو ډډه کوي وايي، د داعش یا اسلامي دولت ډلې جنګیالي او د شام د ازادۍ ډله چې د القاعده شبکې د ترورېستي فعالیتونو یو ائتلاف بلل کېږي څلور کاله مخکې لومړی وار سره په رهبرۍ مخالفت وکړ.

دوی جلا شول حال دا چې د دواړو ډلو په منځ کې د یو بل ملاتړي وو.

اوس د شام ازادۍ کمېټې د اسلامي دولت ډلې هغه جنګیالي بېرته منلي چې دوی سره پېژندل او ځیني نور یې بندیان کړي دي.

د لندن د اقتصاد پوهنتون استاد او د "ای. اېس. ای. اېس؛ یو تاریخ" کتاب لیکوال فواز ګومېز وايي:

"القاعده به د داعش له جنګیالیو په خلاصه غېږه هرکلی وکړي. هغه سرسخته جنګیالي چې د جګړې د میدان ښه تجربه لري."

القاعده ډله چې د نړیوالو ترورېستانو یوه اصلي شبکه ده، اوس د اسلامي دولت ډلې په تجزیې سره د خپلې ګټې لپاره کار کوي.

د عراق دوه استخباراتي چارواکو د نوم د نه‌ښودلو په شرط اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري له ډېرې پخوا هم د اسلامي دولت ډلې ته د قناعت ورکولو هڅې کړي او خپل استازي ورلېږلي دي.

ایمن الظواهري له ډېرې پخوا هم د اسلامي دولت ډلې ته د قناعت ورکولو هڅې کړي.

دوی ویلي، داسې ښکاري چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اصلي مشران له هغې ډلې ابوبکر البغدادي له دې بیعته خوښ نه‎دي.

د عراق دا استخباراتي چارواکي د سپټمبر په ۲۸مه البغدادي ته د منصوب غږیز کلیپ خپرېدل له دې قضیې سره بې‌ربطه نه‌بولي.

هغه غږیز کلیپ چې بغدادي په‎کې خپلو جنګیالیو ته واضح پیغام ورکړ او امر یې وکړ چې مقاومت وکړئ او ویې‌ویل چې ځانونه مه‌تسلیموئ.

د اسلامي دولت ډلې جنګالیو په تېرو څو میاشتو کې تر خپل کنټرول لاندې پراخ مرکزونه له لاسه ورکړل او زرګونه جنګیالي یې ووژل شول.

په عراق کې یې د موصل ښار له لاسه ورکړ او څو ورځې مخکې یې وروستی اصلي مرکز رقه ښار په سوریه کې پرېښود.

اوس چې هم د القاعده ملاتړي او هم د داعش جنګیالي په ادلیب کې سره یوځای شوي د دوی د ځپلو لپاره به هم د سوریې رژیم پام کوي.

که څه هم د ترکیې پوځیانو تېره اوونۍ په ادلیب کې عملیات کړي، خو داسې ښکاري چې د نړیوالو تمرکز ورته په کار دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG