د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د بشر حقونو د څار ټولنه: سوریه کې یوازې تېره میاشت ۳ زره تنه وژل شوي


د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې په سپټمبر میاشت کې د سوریې په جګړه کې د ۹۵۵ ملکي وګړو په ګډون، لږترلږه درې زره کسان وژل شوي دي.

دا کسان د سوریې د دولتي ځواکونو، د روسیې په هوايي حملو او د نړیوال ائتلاف په هغو بمباریو کې وژل شوي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پرضد جګړه کوي.

دې ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی پرون شنبه په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۷ ماشومان په ګډون په سلو کې څه باندې ۷۰ وژل شوي ملکي وګړي دي.

دې ټولنې چې په سوریه کې د معلوماتو پراخې سرچینې او شبکې لري، همداراز ویلي دي چې په درې زره وژل شویو کسانو کې د داعش او حیات التحریر الشام ډلو نېږدې ۸ سوه غړي، نېږدې اوه نیم سوه دولتي سرتېري او د نورو ډلو پنځه نیم سوه جنګیالي شامل دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ټولنې مشر رامي عبدالرحمن د یکشنبې په ورځ وویل، په سپټمبر میاشت کې په سوریه کې د وژل شویو خلکو شمېر ځکه زیات و چې له یوې خوا د سوریې په ختیځ کې د داعش ډلې پر مرکزونو د نړیوال ائتلاف او روسیې په هوايي حملو کې زیاتوالی راغلی او له بلې خوا د روسیې او د سوریې دولتي ځواکونو په هغو سیمو کې چې د وسله والو تر ولکې لاندې دي بمبارۍ زیاتې کړې دي.

د سوریې حکومتي ځواکونه د روسیې د هوايي ځواک په مرسته په ختیځ دیرالزور ښار کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو د بېرته نیولو په مقصد عملیات کوي.

له بلې خوا د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په دیرالزور او د داعش په پخواني مهم مرکز رقا ښار کې د کردانو او عربانو له ډیموکراتیکو ځواکونو سره د هوايي حملو په برخه کې مرسته کوي.

د روسیې او سوریې الوتکو، په تېرو دوو اونیو کې د سوریې پر شمال ختیځ ښار ادلیب حملې زیاتې کړې دي.

د دې ښار پر ډېرو سیمو د حیات التحریر الشام په نوم هغې ډلې ولکه ټینګه کړې چې مشري یې د القاعده شبکې یوه پخوانۍ همکاره ډله کوي.

XS
SM
MD
LG