د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ترکي ځواکونو او وسله والو د سوریې په سرحد کې نښته کړې


د ترکیې پوځ نن یکشنبه له سوریې سره په ګډ سرحد کې له هغې ډله وسله والو سره نښتې وکړې چې له القاعده سره اړیکي لري.

د راپورونو له مخې، له سوریې سره په ګډ سرحد کې دېره ترکي ځواکونو نن یکشنبه د سوریې د حکومت د وسله والې مخالفې ډلې حیات التحریر الشام « HTS » پر مرکزونو د توپونو ډزې وکړې.

حیات التحریرالشام له القاعده شبکې سره تړلې ډله ده چې له نورو ډلو سره په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پرضد جنګېږي.

د فرانسې او جرمني خبري اژانسونو «فرانسپرېس» او «DPA » د دې ډلې د سرچینو او د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله راپور ورکوي چې دا نښتې د سوریې د شمال لوېدیځ ادلیب ښار په یوه سرحدي کلي کې شوې دي.

دا سرچینې وايي چې د توپ ګڼې مرمۍ په ادلیب ښار کې د بې ځایه شویو کورنیو یو کمپ ته نېږدې راپریوتې دي.

د دې نښتو د تلفاتو په اړه تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

راپورونه زیاتوي چې د حیات التحریرالشام وسله والو هم د ترکیې د پوځ پر تجهیزاتو د توپونو ډزې وکړې.

د تشدد له دې پېښو یو ورځ مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ادلیب ښار کې چې اکثر برخې یې د افراطي وسله والو ډلو په ولکه کې دي، د جدي پوځي عملیاتو خبره یاده کړه.

اردوغان وویل، دا پوځي عملیات به په ادلیب کې دننه د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا، د ترکیې په مرسته ترسره شي.

ترکیه له روسیې او ایران سره ګډ کار کوي، څو په سوریه کې د تشدد په پېښو کې کموالی راولي او په دې لړ کې یې ادلیب د کړکېچ د کمولو په زون بدل کړی او په دې سیمه کې پر اوربند څارنه به هم ترکیه کوي.

ترکیه د سوریې په جګړه کې د حکومت د وسله والو مخالفینو او ایران او روسیه د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، خو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د سولې د خبرو په ترڅ کې، درې واړو هېوادونو په دې وروستیو کې خپل قوتونه سره یوځای کړي دي.

په همدې حال کې د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو یوه سیمه ییز قوماندان ویلي چې په رقا ښار کې د داعش ډلې پرضد وروستي پوځي عملیات به نن شپه پیل شي.

د سوریې ډموکراټیک ځواکونه د بشارالاسد د رژیم د وسله والو مخالفینو ډله ده چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف یې ملاتړ کوي.

د دې ځواکونو یوې ویاندې جهان شېخ احمد د دې ډلې پر ویبپاڼه په یوه بیان کې وویل چې د رقا ازادي به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG