نن د اپرېل اوومه د روغتیا نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» د دې ورځې په مناسبت پر ټولو حکومتونو او روغتیايي ټولنو غږ کړی چې د میندو او ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې د پای ته رسولو په برخه کې دې هڅې زیاتې کړي.
د پاکستان په بېلابېلو زندانونو او د کډوالو په پنډغالو کې د افغان بندیانو کورنۍ وایي چې دوی له سختو او کړکېچنو حالاتو سره مخ دي. د دغو افغان کډوالو کورنۍ او خپلوانو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د پاکستان پولیسو یې ماشومان او ښځې بندیانې کړي او حتی اوبه او خواړه نه ورکوي.
په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه کابو ۷زره افغان کډوال ایستل شوي دي. له دې سره داسې هم ویل کیږي چې ممکن د اپریل له ۱۱مې ور هاخوا پر کډوالو د پولیسو چاپې ډېرې شي.
یو شمیر برتانیوي رسنیو له دې ډلې او تلګراف میل انلاین د راپورونو له مخې، نهه اویا کلن پیټر رینولډز، چې له خپلې میرمنې باربي سره یوځای زنداني شوی په یوې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې د طالبانو د زندان فضا ډیره وحشتناکه ده.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې استوګن د (اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکی کډوال رحمت الله وايي د کور ټول وسایل یې پاتې دي او اجازه نه ورکول کېږي چې له ځان سره یې یوسي.
بریټانیوي چاپ ګارډین ورځپانې دا فغانه ښځه د مینا په مستعار نوم معرفي کړي او وايي، "دې ښځې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو مخکې د زده کړو او ښځو ته د مشورې ورکولو په هغوو پروژو کې کار کړی چې د لودیزو هیوادونو له خوا يې ملاتړ کیده".
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو مرستیاله هیدر بار وايي چې د نړیوالې ټولنې بې غوري نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د ښځو حقونو ته یو واقعي ګواښ دی. ښځې او نجونې او د حقونو فعالانې هم دې موضوع ته د نړیوالې ټولنې پر نه پاملرنې نیوکه کوي او په دې برخه کې د کوټلو او جدي ګامونو غوښتنه کوي.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي د خپلې صوبې پولیسو او پوځیانو ته امر کوي چې افغان پوځیان په زور ونه باسي.
نور راوښيه