په همدې حال کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د لیرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او په خپلو سیمو کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې له زیاتوالي شکایت کوي.
عبدالقيوم چې د هرات ولايت اوسېدونکى دى وايي، د مجهزو اسانتیاوو د نشتوالي او روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله یې په تېر یو کال کې د کورنۍ د غړو او خپلوانو څو ميندې او نوي زېږدلي ماشومان مړه شوي دي.
زموږ سیمه له ښاره لیرې ده، کلینک په کې نشته، کله چې یوه امېندواره مېرمن ناروغه شي، خلک یې ښار ته د لېږدولو وسه نه لريد غور ولایت اوسیدنکی
ده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، "زه خپله د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې شاهد یم، ډاکتران کم دي او مجهزه روغتیایي مرکزونه نشته، د خور مې یو ماشوم مړ شو، زما د ښینې اینګور هم د زېږون پر مهال مړه شوه، دا ځای لا ښار دی په ولسوالیو په ځانګړې توګه لیرې پرتو ولسوالیو کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه څو چنده زیاته ده."
د غور ولایت د کاسي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالکریم هم ورته اندېښنه مطرح کوي، "زموږ سیمه له ښاره لیرې ده، کلینک په کې نشته، کله چې یوه امېندواره مېرمن ناروغه شي، خلک یې ښار ته د لېږدولو وسه نه لري، دغه راز ولایتي روغتون هم ښې اسانتیاوې نه لري، له همدې امله د اکثرو میندې او ماشومان مړه کېږي."
دوی د اپرېل اوومه د روغتیا نړیوالې ورځې سره هم مهاله، د طالبانو له حکومته او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې دې ستونزې ته د جدي رسېدنې غوښتنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» د دې ورځې په مناسبت په خپله وېب پاڼه په نړۍ کې د میندو د مړینې په اړه د اندېښنې په څرګندولو، پر ټولو حکومتونو او روغتیايي ټولنو غږ کړی چې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي او د ښځو اوږدمهاله روغتیا او هوساینې ته لومړیتوب ورکړي.
دغه سازمان د میندو او ماشومانو د روغتیا په اړه د "روغ پیل، هیله منده راتلونکې" په عنوان د یو کلن کمپاین د پیل خبره هم کړې ده.
«ډبلیو اچ او» وړاندې لیکلي چې د خپرو شویو اټکلونو له مخې، هر کال نږدې ۳۰۰ زره ښځې د امیندوارۍ یا د زېږون پر مهال د ستونزو له امله مري، له ۲ میلیونو زیات نوي زېږېدلي ماشومان د ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه کېږي او ۲ میلیونه نور نوي زېږېدلي ماشومان بیا مړه زېږي.
هر کال نږدې ۳۰۰ زره ښځې د امیندوارۍ یا د زېږون پر مهال د ستونزو له امله مري، له ۲ میلیونو زیات نوي زېږېدلي ماشومان د ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه کېږي او ۲ میلیونه نور نوي زېږېدلي ماشومان بیا مړه زېږيد روغتیا نړیوال سازمان
دغه سازمان دغه راز له هرې ښځې او ماشوم سره د هغوی د ژوندي پاتې کېدو او ودې لپاره یې مرسته کول حیاتي دنده بللې او ټینګار یې کړی چې د میندواو نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیا د سالمو کورنیو او ټولنو بنسټ جوړوي چې په ټکو یې، د هر چا لپاره له هیلو ډک راتلونکي تضمینولو کې مرسته کوي.
هڅه مو وکړه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او په دې برخه کې د شته ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان نظر هم ولرو، خو نوموړي د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
د يادونې ده چې د طالبانو حکومت له څه باندې درې نيمو کلونو راهيسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګیو پورته ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي او تېر کال يې د هغو نجونو پر مخ روغتیایي انستيتيوتونه هم بند کړل چې ټاکل شوې وه له فراغت وروسته د زېږون پر مهال میندو او نوي زېږېدلو ماشومانو ته د رسېدنې په برخو کې کار وکړي.
په ورته وخت کې د نسايي او ولادي څانګو ډاکټران د ميندو او ماشومانو وضعيت ته پاملرنه مهمه بولي او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو او مسلکي روغتیا پالانو پر زياتوالي ټينګار کوي.
د دې څانګې یو متخصصې ډاکترې یلدا ازادي راډیو ته وویل: “د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچې د راټیټولو لپاره باید د روغتیایي مرکزونو شمېر زیات شي، روغتیایي کارکوونکي باید وروزل شي او شمېر یې باید زیات شي او بله لاره دا ده چې کورنیو ته په روغتیایي مرکز کې د زېږون د اهمیت په اړه عامه پوهای ورکړل شي او دوی وهڅول شي چې د زېږون پر مهال زر تر زره روغتیایي مرکزونو ته ولاړ شي.”
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د مارچ په ۲۷مه خبرداری ورکړی و چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۹۶۲ ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شي او دا مسئله به ۷ میلیونه خلک له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي.
«اوچا» زیاته کړې چې په دې سره به ۳،۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او ۱،۱ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له روغتیایي او تغذیې بې برخې شي او د خوارځواکۍ او د ناروغیو د خپرېدو له امله به په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د مړینې ګواښ لا ډېر شي.