د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د «حاجي کمپ» په نوم د کډوالو له یو پنډغالي افغان کډوال وايي د ګڼو نورو ښځو او ماشومانو په ګډون له تېرو شپږو ورځو راهیسې داسې مېرمنې هم شته چې تازه یې ماشومان زېږېدلي او ډېر کم خواړه ور رسیږي.
دی وايي:
«دلته حاجي کمپ کې یې چې څومره کورنۍ نیولي، دې کې ماشومان او ښځې هم شته او داسې مېرمن هم په کې شته چې ۱۰ ورځې مخکې یې په لوی عملیات ماشوم زېږدلی، دوی ته یوازې دوه سمبوسې یا پکوړې ورکوي په داسې حال کې چې دا مېرمن سخته تکلیف کې ده، نور ماشومان او ښځې هم په بد وضعیت کې دي، نو دا خلک دې یا (افغانستان) ته واستوي او یا دې هم دلته سم ژوند ته پرېږدي.»
په داسې حال کې چې په دې پنډغالو کې د افغان کډوالو د بد بشري وضعیت او زور زیاتي راپورونه خپرېږي، خو دا وضعیت یوازې په پنډغالو نه، بلکې د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه له دې هم د بد وضعیت ادعاوې مطرح کېږي.
په راولپنډۍ کې مېشت یو بل افغان کډوال خلیل ازادي راډیو ته وايي چې د ګاونډیانو مېرمنې او نارینه یې هم زندانونو ته انتقال شوي چې دی یې د بد وضعیت خبره کوي:
«دا نن سهار یې هم له دې ځایه (پولیسو) درې سړي او درې ښځې اوچتې کړې، دا یې زندان ته یوړل، هلته هم ډېر سخت ظلمونه کوي له خلکو سره، په ټول اسلام اباد خاصتاً راولپنډۍ کې ډېر بد حال روان دی، کورنۍ یې بوځي ماشومان یې پاتې شي، ښځو نارینه وو ټولو سره ډېر په بې عزتۍ چلند کوي.»په راولپنډۍ کې یو افغان کډوال
دوی وایي د دې میلادي میاشتې له پیله تر اوسه یې ټول ژوند ګډوډ شوی او د پولیسو له وېرې له خپلو سیمو د تېښتو په حال کې دي.
په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې (جې اې سي) هم د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو د بد بشري وضعیت خبره کوي.
د دې کمېټې یو غړي ثمر عباس ازادي راډیو سره خبرو کې وویل:
«ښځې او ماشومان بندیان دي، موږ ځینې راپورونه درلودل چې چارواکو دغو بندیانو ته د خوړو هېڅ ډول چمتووالی نه درلود چې وروسته بیا ځینو سیمه ییزو خلکو او چارواکو برابر کړل، موږ ته د پولیسو د تاوتریخوالی کمې قضیې رسېدلي، خوپولیس (له خلکو) لوړې غوښتنې لري او که چا دوی ته له رشوت ورکولو ډډه وکړه، دوی یې زندانونو او توقیف ځایونو ته استوي.»
ښاغلی عباس وایي، د پاکستان حکومت باید د طالبانو حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د کډوالو روان وضعیت حل او د کډوالۍ د ټولو اصولو پر اساس دا کډوال ستانه کړي.
ثمر عباس وویل چې ټاکل شوې نن د پاکستان پارلمان د افغان کډوالو د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.
دغې کمیټې د اپرېل پر ۶مه پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې له سهراب ګوټ او افغان کمپ څخه نیول شوي افغان کډوال د سلطان آباد په زندان کې ساتل کیږي چې په ټکو یې دولت د دغو افغان بندیانو د خوراک لپاره هېڅ امکانات نه لري.
دغې کمېټې زیاته کړې چې د کراچۍ ښار په دې زندان کې په داسې حال کې له ټاکل شوې اندازې او امکاناتو زیات افغان کډوال بندیان شوي چې د هوا تودوخه ۴۰ درجې ته رسېدلې ده.
دغې کمېټې پر بسپنه اچوونکو غږ کړی چې د دغو بندیانو د خوړو لپاره مرستې راټولې کړي.
هڅه مو وکړه په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) دفتر ځواب ولرو، خو ویاند یې قیصر خان افریدي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دغو کډوالو د ادعاوو، راپورونو او وېډیوګانو په اړه رسما څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بېلابېلو زندانونو او د کډوالو له پنډغالو داسې وخت د بد بشري وضعیت راپورونه خپرېږي چې دغه هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.
وړاندې ګڼو دغو کډوالو ازادي راډیو سره د وېډیوګانو په شریکولو ویلي چې د پولیسو لخوا حتی د دوی د کډو بارولو او شتمنیو د انتقال اجازې نه ورکول کېږي.