د تلګراف رسنۍ په راپور کې راغلي چې پيټر دا څرګندونې په یوه غږیز کلپ کې چې د کورنۍ لخوا یې دې رسنۍ ته لیږل شوي، کړي دي.
د راپور په ټکو پیتر ویلي چې هغه له نورو بندیانو سره چې د قتل او جنسي تېري په جرمونو بندیان دي یو ځای په یوې بند خونه کې اچول شوی او د ورځې یوازې یو وخت ډوډۍ ورکول کیږي او معمولا وچه ډوډۍ، نخود او شین چای وي چې په خبره یې له دې امله یې ډیر وزن بایللی.
د راپور په دوام کې د پیټر رینولډز په حواله راغلي: « د زندان ساتونکي هر وخت چیغې وهي او خلک په یو ټوټه شوي پایپ وهي، دا یوه وحشتناکه فضا ده، دوزخ ته تر ټولو نږدې تجربه چې زه یې تصور کولی شم.»د طالبانو په بند کې پروت بريټانوی وګړی
وموغوښتل د دې ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد وپوښتو خو نوموړي زموږ پوښتنې ځواب نکړې، خو تر دې مخکې یې په زندانونو کې د وهل ټکولو، شکنجې او جبري اعترافونو موضوع رد کړې وه.
یو شمیر هغه کسان چې د طالبانو د زندانونو تجربه لري هم وايي، چې دې زندانونو کې شکنجه، وهل ټکول، جبري اعتراف او وحشتناکه فضا موجوده ده.
یوه میرمن چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط، خپل د زندان تجربه داسې بیانوي:
«د طالبانو زندان ډیر ویره او وحشت لري، دوی ډیر شکنجه کوي، موږ ته د دوی زندان د یوه دوزخ په شان دی، چې هره ورځ مو په یاد راځي، د زندان کلمه چې اورو هغه بدبختۍ او شیبې مو چې زغملي بیا رایادېږي، او د طالبانو زندان به هیڅ کله هیر نه کړو، دا وحشت زما په ذهن کې حک شوی او تل به راسره وي.«
د حقوقي چارو یو شمیر کارپوهان له ډلې یې اختر محمد راسخ هم وايي، د طالبانو په حکومت کې د بېلابیلو کسانو د نیولو، محاکمه کولو او زنداني کولو پروسه غیر رسمي او د بشري حقونو پراخه سرغړونه ده.
نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:
«څارنوال، قاضي او مدافع وکیل وجود نلري، په کوم جرم یا پلمه چې ته زندان ته راکاږل کیږې، وهل کیږې او په تا ظالمانه اقرار کیږي، او څومره موده په زندان کې ساتل کیږې د دوی په خوښه ده، دا پروسه واقعا غیر مسلکي کسانو ته سپارل شوې، په تاسف سره په افغانستان کې دغه ټول انساني حقوق تر پښو لاندې شوي.»
باربي او پیټر رینلډز، یوه برتانوۍ جوړه ده چې له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېده، د فبروري په لومړۍ نیټه په بامیان ولایت کې هغه مهال د طالبانو لخوا ونیول شوه چې خپل کور خوا ته روان ول.
د دوی زوی جانتن رینلډز په هغه ویډیو کې چې ازادي راډیو ته یې لیږلې او د خپلې لور سره د سپینې ماڼۍ مخې ته ولاړ لیدل کیږي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چې د مور او پلار په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.
«موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي. د برتانیا حکومت موږ ته ویلي چې زما د مور او پلار د خوشې کولو لپاره به په خپل ټول توان سره هرڅه وکړي. خو د یو برتانوي او امریکايي تبعه په توګه، زه دلته ولاړ یم او له تاسو څخه غواړم چې له زندان او له هغه هېواده زما د مور او پلار د ایستلو په برخه کې مرسته وکړئ.»
هغه دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کړه چې فای دی هال په نوم یوه امریکايي وګړې چې له دوی سره یو ځای نیول شوې وه له اختره مخکې خوشې شوه.
نوموړې د خپل خلاصون له امله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ مننه کړې وه او دا یې هم ویلي وو چې د طالبانو په زندان کې افغان ښځې هیڅ ډول حقوق نه لري.
که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د کب په ۸مه نیټه ازادي راډیو ته ویلي و چې باربي او پیټر رینلډز یې "د ځینو ملاحظاتو له مخې" نیولي او په خبره یې هڅه کوي ژر یې ستونزه حل او خوشې شي، خو تر اوسه د دوی د خوشې کولو په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.
د یادونې ده چې تر دې مخکې د یوناما په ګډون د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو او کورنیو سازمانونو هم د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې او جبري اعترافونو په هکله بیلابیل راپورونه خپاره کړي دي چې طالبانو تل رد کړي دي.
یوناما د تیر لمریز کال په تلې میاشت کې د ملګروملتونو د ځانګړې استازې او د دې ادارې د مشرې روزا اتنبایوا په حواله ویلي وو" ټول زندانیان حقونه لري او باید دا ډاډ ترلاسه شي چې د دوی حقونه رعایت کېږي."