د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۶

افغان کډوالو ته ویل شوي چې تش لاس به خپل وطن ته ستنیږئ


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې استوګن د (اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکی کډوال رحمت الله وايي د کور ټول وسایل یې پاتې دي او اجازه نه ورکول کېږي چې له ځان سره یې یوسي.

رحمت الله ازادي راډیو ته یوه ویديو هم رالېږلې چې په کې د کډو بارې لیدل کېږي او نوموړی ادعا کوي چې دا هغه وسایل دي چې پاکستاني پولیسو له شړل شویو افغان کډوالو ستانه کړي.

خو ازادي راډیو په خپلواک ډول د دې ویډیو کره والی نه شي تایدولی.

رحمت الله وړاندې ازادي راډیو ته وویل:

«داسې زور زبردستي یې راباندې راوستې، وایي تاسو تش لاس راغلي وئ او تش لاس بېرته ځئ، زموږ پرې زور نه رسېږي، وایي تاسو دا حق نه لرئ، تاسو دا له افغانستانه نه دي راوړي، دا ټول اسلام اباد او هغو سیمو کې چې عملیات روان دي همدا وضعیت دی، دا کار پولیس کوي، ډېر د بې عزتۍ چلند موږ سره کوي»

په اسلام اباد کې بل مېشت افغان کډوال عبدالله خان هم وایي چې د دوی خپل خپلوان او افغان ګاونډویان چې په خبره یې تر ۱۵ کورنۍ وې، لومړی د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو پنډغاړي ته انتقال او له هغه ځایه یې بیا د کور له وسایلو او مالونو پرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

«پرون یې ټکسلا کې تقریبا له پنځلس موټرو کډې او وسایل ښکته کړل، او د پېنډۍ صدر ته یې وړي، ورته ویلي چې دا کډې ترې ښکته کړئ او ښځې او ماشومان یې ترې حاجې کمپ ته لېږدولي، که (پي او ار) یا د (اې سي سي) کارتونو وي چې هر څوک وي کډې یې ورنه ستنې کړي، ورته یې ویلي چې تش راغلي وئ او تش به ځئ، په اټک یې هم له خلکو د کور سامان هرڅه کوز کړي»

یو شمیر هغه افغانان چې د مارچ له ۳۱ مې وروسته د پاکستان د حکومت له لوري په زور افغانستان ته لېږل شوي، هم ورته ادعا کوي.

له دې ډلې په ننکرهار کې مېشت یو افغان کډوال چې ځان صواتی راپېژني ازادي راډیو سره خبرو کې د پاکستاني پولیسو دا عمل «ظلم» وباله او زیاته یې کړه چې له دې امله له سختو ننګونو سره مخ شوی.

موږ نه هم ډېر شیان پاتې شول، درې سیندۍ وزې چې دلته افغانستان کې د هرې یوې یې تر پنځوسو زرو افغانیو بیه ده، رانه یې ستنې کړې، یوه غوا وه هغه یې هم رانه ستنه کړه، دوکان کې مو چې کوم وسایل وه هغه یې هم رانه ایسار کړل
افغان کډوال

هغه زیاته کړه: «اجازه یې رانه کړه چې ځان سره مو راوړي وو، پاکستان ظلم شروع کړی دی، مجبوریتونه مو ډېر دي، ډېر خلک چې راغلي نه سرپناه لري نه کومه کوټه لري»

هڅه مو وکړه په دې اړه په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ( یو ان اچ سي ار) دفتر ځواب ولرو، خو ویاند یې قیصر خان افریدي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د کډوالو د حقونو ځینې فعالین وایي پاکستان د کډوالو ټولو نړیوالو کنوانسیونونو او حقونو ته په کتو، د دوی د شتمنیو د ستنول حق نه لري.

له دې ډلې یونس محمدي ازادي رادیو ته وویل:

«دا د هر کډوال حق دی چې له کوربه هېواده د تلو پر مهال خپلې شتمنۍ له ځان سره یوسي، پاکستان دې دا نه هېروي چې افغانانو چې هلته کلونه ژوند کړی، د دغه هېواد له اقتصاد، کلتور او ګڼو نورو برخو سره یې مرسته کړې، پاکستان دې دا هر څه له پامه نه غورځوي، اوس دا خلک نه یوازې د خپلو شتمنو د انتقال حق لري، بلکې باید نړیواله ټولنه او کډوالو سازمان دې هم له دوی سره مالي مرسته وکړي، پاکستان په خپل دې غیر انساني کار د افغانانو په حق کې دا دومره کلونه مېلمه پالنه له صفرسره ضربوي»

د پاکستان حکومت د روان کال په جنوري کې اعلان وکړ چې دا کډوال باید د مارچ تر ۳۱مې پورې له دغه هېواده ووځي، که نه نو په خبره یې، داپریل په لومړۍ نیټه به د دوی پر وړاندې له زور کار واخیستل شي.

دغه هیواد د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې، د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه شدیده کړې او لسګونه افغان کډوال یې چې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو د تورخم له لارې افغانستان ته په زور لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG