د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې د ۹۴۴ کورنیو په ګډون ۶۷۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د اپریل په ۶مه د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه افغان کډوال چې ۲۸۷۴ نارینه،۱۷۵۵ ښځې او ۲۰۷۱ ماشومان په کې شامل دي، د لنډي کوتل ترانزیتي کمپ ته له لېږدولو او له قانوني لارو چارو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.
وړاندې راغلي چې په دې موده کې ۳۵۳ افغان کډوال چې د اوسېدو اسنادو نه لري په پاکستان کې نیول شوي او د ایستلو د راتلونکو پړاوونولپاره تر څارنې لاندې دي.
د ورځپاڼې په ټکو، د افغانانو ګڼ شمېر دوکانونه او دفترونه له اختر وروسته په ځانګړې توګه د پېښور ښار په سوداګریزو سیمو کې تړلي پاتې دي.
ایکسپریس ټربیون زیاته کړې چې د پاکستان حکومت اراده لري چې د اپریل له ۱۱مې وروسته د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات شدید کړي.
په همدې حال کې په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغانان وايي چې په سیمو کې یې د پولیسو عملیات تر پخوا شدید شوي دي.
په اسلام اباد کې مېشت یو افغان موسی خان چې د افغان تابعیت کارت لري په دې اړه یې ازادي راډيو ته وویل " زه په ګولډه کې اوسېږم، د اسلام اباد په ګولډه سټېشن کې،زموږ کورونه پاس د توړه په لور پراته دي، اوس هم دلته (دپولیسو) چاپه ده،کله ما تاسو سره خبرې کولې، ټلیفون یې راباندې پرې کړ، همد اوس هم دلته په ګولډه سیمه کې چاپه روانه ده".
دغه ښار کې بل مېشت افغان کډوال عبدالله خان هم وویل" دوی کسان نیسي، تاڼو (د پولیسو پوستو) ته یې لېږي، هلته چې پنځه یا لس کسان برابر کړي، بیا یې حاجي کمپ ته استوي،نو هلته هم نه د ډوډۍ چمتوالی شته، نه د پرېوتو (خوب کولو)،او بې عزتۍ سره مخ دي،زه خپله اسلام اباد کې یم، نن مې د یو نیم کروړو کلدارو دکان یو کس ته ویل چې پلورم یې،راته یې ویل چې دېرش لکه به یې درنه واخلم".
په ورته وخت کې په کراچۍ کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منېزه کاکړ او د پاکستاني سیاستوال او د هغه هېواد د ملي عوامي ګوند غړي سیدزبیر شاه اغا په خپلو ایکس پاڼو له بندې خونې یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ګڼ شمېر ماشومان لیدل کېږي چې په کې یو سړی د دوی په استازیتوب وايي چې له تېرې یوې شپې چې دوی هلته لېږدول شوي خواړه او اوبه نه دي ورکړل شوي.
دغه راز په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې (JAC) ویلي چې افغان کډوال د نیول کیدو له وېرې له خپلو کورونو نه شي وتلای او دکورنیو خوراکي توکي په چټکۍ د ختمېدو په حال کې دي.
دغه کمیټه چې په پاکستان کې د خلکو د حقونو له مدافعینو او له پاکستاني وګړو جوړه شوې، په ایکس پاڼه یې لیکلي چې ماشومان او کورنۍ یې په قصدي ډول له یو بله جلا کړل کیږي او ټینګار یې کړی چې د نیول شویو کسانو لیست باید چمتو شي ترڅو د کورنیو غړي یو بل ومومي.
تر دې مخکې یو شمېر ستانه کړل شویو کډوالو ویلي وو چې له خپلو کورونو ایستل شوي او اجازه نه ورکول کېږي چې خپل مالونه له ځانه سره یوسي.
د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو بنسټونو له افغان کډوالو سره د چلند په برخه کې د اصولي چلند غوښتنه کړې، خو پاکستاني چارواکوټینګار کړی چې دا اقدام یې د امنیت او کډوالۍ د مدیریت د ملي سیاست برخه ده.
د طالابنو اړوندو چارواکو له دغو راستنو شویو سره د بیړنو مرستو ژمنې کړې دي.