محمد خاطر پردېس (Mohammad Khater Pardes) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد په اړه د ټولو هغو تورونو سپیناوي ته تیار دی چې د ولسمشرۍ د دوو نورو کاندیدانو لخوا پر ده لګول شوي دي. عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل ویلي، د کابل بانګ پخوانی د د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره له زندانه ویستل شوی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، چینایي چارواکو ویلي چې پیکنګ هیله من دی دواړه لوري دغو خبرو ته دوام ورکړي او دوی په دې برخه کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.
د افغانستان احصاییې او معلوماتو ملي ادارې د کابل ښار په کارته پروان کې د الکترونیکي تذکرو د وېش پنځم مرکز پرانست. د چارواکو په وینا تردې مهاله په ټول افغانستان کې ۲۸۷ زره کسانو ته الکترونیکې پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، په افغانستان کې د ګوتو په شمېر رسنۍ دي چې خپلو کارکوونکو ته په منظم ډول معاشونه ورکوي.
په داسې حال کې چې جګړې په افغانستان کې زور اخیستی او د ملکي کسانو مرګ ژوبله هم لوړ شوي، د افغانستان مخکنی جمهور رئيس حامد کرزی وايي چې ولسمشر غني او طالبان باید د افغان وژنې څخه وشرمېږي.
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي وايي، د بریا په صورت کې به د افغانستان اسلامي جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوي.
د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنې ددغه هېواد له حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې خبرې له سره پیل کړي. په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر نن ځینو اروپايي سفیرانو سره کتلي او د افغانستان د سولې پر راتلونکو ګامونو یې خبرې کړې دي.
په ختیځ ولایت ننګرهار کې د یوه ډاکټر تر وژل کېدو وروسته، د افغانستان د طبي ټولنو فدراسیون له دولت څخه غواړي چې د ډاکټرانو د ژوند خوندي کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په کابل کې د تېرو درېیو کلونو د ۲۹ خونړیو بریدونو مهم غړي ونیول.
افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات ناقص وو او که هوکړه شوې وای، ناوړه پایلې یې رامنځته کولې.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب ادعا کوي چې په ارګ کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د ملاتره خېل محمدي او د نوموړي وروڼو له لوري ورته سپکې سپورې وویل شوې او وروسته یې ورباندې حمله وکړه.
افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ یې پر کېدونکې توافقنامې اندېښنې له امریکايي چارواکو سره شریکې شوې دي.
په لومړي سقوط کې کندزیانو ته زیات ځاني او مالي زیانونه واوښتل، په دوهم سقوط کې چې د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر میاشت وه، د کندز ولایت سوداګریز نوم ته هم ستر زیان واوښت.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار د ۵۶ طالب وسله والو په وژل کېدو سره تصفیه شو.
د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ په کابل کې د قومونو او قبایلو د چارو وزارت له خوا ونمانځل شوه.
په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه امریکايي چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي، افغان حکومت وايي چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو لپاره منظمه برنامه لري.
هر کال په افغانستان کې د کانکور د ازموینې لپاره شااوخوا یو لک شپېته زره محصلین ازموینه ورکوي.
محمد محقق د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټيم سره یوځای شو.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کېدو سره اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو په ورځ به دوه زره د رأيې ورکونې مرکزونه تړلي وي.
له ډلې یې د محمد اشرف غني، احمد ولي مسعود او لطیف پدرام په مشرۍ ټیمونو د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی.
نور راوښيه