د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

نی: پنځلسو رسنیو د خپلو کارکوونکو له ۶ تر ۲۱ میاشتو پورې معاش نه دی ورکړی


د افغانستان ځينې انځوریزې رسنۍ
د افغانستان ځينې انځوریزې رسنۍ

پنځلس رسنۍ چې د خپلو کارکوونکو له ۶ تر ۲۱ میاشتو پورې معاش نه دی ورکړی.

مهریه رضوي یو نیم کال د زن په خصوصي ټلویزیون کې خبریاله وه.

هغې په میاشتني ډول ۸ زره افغانۍ معاش اخیستی چې په دې ۸ زره افغانیو کې ۶زره یې د امریکا د نړېوال پراختیایي بنسټ (یو.اېس.ای.ډي) د پرموټ پروژې له خوا ورکول کېدې او یوازې ۲ زره افغانۍ یې زن ټلویزیون ورکولې.

مهریه وايي، پس له دې چې زن ټلویزون یې د ۴ میاشتو معاش ورنه کړ، مجبوره شوه چې له دې ټلویزیون سره خپل کار پای ته ورسوي.

مهریه وايي، وروستي ځل لپاره چې هغې د خپل معاش د غوښتنې په پار ګام پورته کړ، د وږي د میاشتې ۳۰مه وه، خو بیا هم د هغې په خبره چې د زن ټلویزیون ورته منفي ځواب ورکړ.

دې وویل: ما چې له دې ځایه استعفا ورکړه، د دې لپاره چې معاش نه یې راکاوه، وروسته یې راته وویل چې معاش به دې په میاشتني ډول ۵ زره افغانۍ وي چې ما ونه منله.

یو شمېر افغان انځوریزې رسنۍ
یو شمېر افغان انځوریزې رسنۍ

سمیر هم د همدې ټلویزیون بل هغه کارکوونکی دی چې له دې ټلویزیونه یې استعفا ورکړې.

هغه وايي، دده په څېر یو شمېر د دې ټلویزیون نور کارکوونکي هم دي چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوی.

دده په خبره، له نهه میاشتني کاره یوازې ده ته ۲۰زره افغانۍ ورکړل شوي او پاتې ۳۶ زره افغانۍ نورې یې د زن ټلویزیون پوروړی دی.

ده زیاته کړه: درې اوونۍ کېږي چې موږ ته چل راکوي، هر ورځ چې ځو، موږ ته سبا او بل سبا پلمه کوي چې معاش مو درکوو.

خو ددې ټلویزیون رئیس حامد سمر دغه تورونه بې اساسه بولي او وايي چې دغه ډول څرګندونې هغه کارکوونکي کوي چې له ټلویزیونه شړل شوي دي.

ده وویل: هر هغه څوک چې له یوه بنسټه وویستل شي، د دوی لومړی کار دا وي چې په ټولنیزو پاڼو کې وايي چې ما استعفا ورکړه، خو دا نه وايي چې زه یې وشړلم.

سمر وايي، د زن ټلویزیون په منظم ډول د خپلو کارکوونکو معاشونه په وخت ورکوي، خو کېدای شي چې په دې برخه کې ځيني نيمګړتیاوې هم وي.

زن ټلویزیون یوازنۍ رسنۍ نه ده چې له خپلو کارکوونکو دې پوروړې وي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، په افغانستان کې د ګوتو په شمېر رسنۍ دي چې خپلو کارکوونکو ته په منظم ډول معاشونه ورکوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر

د دې ادارې رئيس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل چې ۱۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ دي چې له ۶ تر ۲۱ میاشتو پورې د خپلو کارکوونکو معاشونه یې نه دي ورکړي، خو نوموړی د دې رسنیو نومونه نه اخلي.

خلوتګر وايي، د دې رسنیو مسئولینو ژمنه کړې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: که د هغې ژمنې پر اساس چې دوی له موږ سره کړې عمل ونه کړي، موږ یې نومونه خپروو او له دې پرته بله لاره نه لرو، موږ باید د دې رسنیو نومونه واخلو، ترڅو حکومت د خپلو قوانینو پر اساس له دوی سره چلند وکړي، موږ پرته له نوم څخه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت او همداراز د شخړو د حل کمېټې په همکارۍ د دې رسنیو قضیې تعقیبوو او ان شالله چې شپږو میاشتو ته خبره نه رسېږي.

په همدې حال کې د یوه خصوصي ټلویزیون (مشعل) یو پخوانی خبریال چې نه غواړی نوم یې واخیستل شي، وايي چې د تېرو دوو میاشتو معاش یې نه دې ترلاسه کړی.

هغه شپږ میاشتې له مشعل ټلویزیون سره کار کړی، خو د پنځو میاشتو د معاش نه ورکولو له کبله یې استعفا ورکړه.

د خبریال په خبره، مشعل ټلویزیون معمولاً دوه لومړۍ میاشتې خپل کارکوونکي ته معاش نه ورکوي.

هغه ادعا کوي چې دده په ګډون د دې ټلویزیون یو شمېر نورو کارکوونکو هم خپل معاشونه نه دي اخیستي.

ازادي راډيو د مشعل ټلویزیون له رئیس سره د ټیليفون له لارې اړیکه ونیوه، خو سکرتر یې ځواب ورکړ.

سکرتر یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ډول ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې د هغو کارکوونکو معاشونه چې پاتې دي، له بهره د ټلویزیون د رئیس په راتک سره به هغه ټول معاشونه اجرا شي.

د سکرتر په خبره، د مشعل ټلویزیون رئيس اوس مهال په یوه بهرني سفر دی.

خو پوښتنه دا ده چې ولې یو شمېر افغاني رسنۍ خپلو کارکوونکو ته په میاشتني ډول منظم معاش نه ورکوي؟

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي وايي، د بهرنیو مرستو راکمېدل، د سوداګریزو اعلاناتو راکمېدل او په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو پورته کېدل هغه ټکي دي چې ډېری رسنۍ یې له مالي ستونزو سره مخ کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي

توحیدي زیاته کړه: په ټوله کې د بهرنیو مرستو راکمېدل، سوداګریزو اعلاناتو راکمېدل او نور ډېر موارد چې د رسنیو مسؤلان نشي کولی چې د خپلو کارکوونکو معاشونه په منظم ډول هره میاشت ورکړي او له بله اړخه جګړه هم هغه ټکی دی چې تر ډېره یې دغه موضوع تر سیوري لاندې راوستې.

حامد سمر د زن ټلویزیون رئیس وايي، په افغانستان کې روانو سیاسي حالاتو لکه د سولې خبرو او ټاکنو هم دغه موضوع تر تاثیر لاندې راوستې ده.

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د شمېرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۹۶ ټلویزیونونه، ۱۹۴ راډیوګانې،۳۰۰ چاپي رسنۍ او ۱۴ خبري اژانسونه فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG