د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د کانکور پر پروسې د سلګونو میلیونو افغانیو مصرف زده کوونکو ته څه ګټه کړې؟


په غور ولایت کې د کانکور د ازموینې یو انځور
په غور ولایت کې د کانکور د ازموینې یو انځور

د کره منابعو د معلوماتو له مخې، د کانکور د ازموینې​ پر ملي پروسې هر کال شااوخوا سل ۱۰۰ میلونه افغانۍ د حکومت او شااوخوا یو میلیارد افغانۍ د محصلینو د کورنیو او د کانکور د اماده ګیو د مرکزونو له خوا لګېږي، خو پایله یې تر ډېره حده د یو شمېر محصلینو لپاره د منلو نه ده.

هر کال په افغانستان کې د کانکور د ازموینې لپاره شااوخوا یو لک شپېته زره محصلین ازموینه ورکوي.

مرتضی شهسوار هغه ځوان دی چې تېر کال یې د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و.

دی وايي، هر هغه محصل چې د کانکور ازموینې لپاره چمتووالی نیسي، د میاشتې پرې په اوسط ډول ۱۰۰۰ افغانۍ مصرف راځي.

ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې له دغې پروسې څخه خپله ناهیلي داسې څرګنده کړه: زه د یو ځوان په صفت چې کله له ښوونځي څخه فارغ شوم، نو د دې لپاره چې کانکور ازموینې کې ښه نتیجه ترلاسه کړم، کورس مې ونیو، هغه ته به مې ۵۰۰ افغانۍ فیس ورکاوه، د نورو سیانسي مضامینو سره زما د میاشتې مصرف ۹۰۰ افغانۍ کېده، خو دا ټول بېځایه مصرف و.

په ورته وخت کې په کابل کې د سولې غږ په نامه د یوې شخصي موسسې مشر فیصل عمران وايي، د کانکور ازموینه په دې ورستیو کلنو کې په تجارت بدله شوې ده.

ده ازادي راډیو ته وویل: په ۱۳۹۶ کال کې شااوخوا یو لک ۸۷ زره کسانو په کانکور ازموینه کې ګډون کړی و، تاسو چې دغه شمېر واخلئ، د هر ځوان له۴۰۰ افغانیو سره یې ضرب کړئ، بیا یې له ۲۰۰ افغانیو او د شهادت نامو له پیسو سره ضرب کړئ او د کورسونو له اوسط فیس سره چې ۵۰۰۰ افغانۍ کېږي ضرب کړئ، په نتیجه کې په هر کال کې له ۹ سوه میلیونو زیاتې پیسې د کانکور پر پروسې راڅرخېږي، د کانکور پروسه اوس په یوې تجارتي پروسې بدله شوې.

دې ټولو اندېښنو ته په ځواب کې د افغانستان د کانکور ازموینې خپلواکې ادارې یوه غړي سید روضت الله مجیدي ازادي راډیو ته وویل: د کانکور ازموینې اړوند ټول مسایل اوس الکترونیکي شوي دي، هېڅ څوک په دې پروسه کې فساد نشي کولی.

دی وایي: دا یو واضیح حقیقت دی چې په ټوله نړۍ کې سېستم الکترونیکي دی، ای کاش چې زموږ ټول ادارې سېستمونه الکترونیکي شي، هغه ځوانان چې په دې برخه کې منفي فکر لري، زه پرې افسوس کوم.

په داسې حال کې چې هر کال د افغانستان له ښوونځيو څخه په اوسط ډول دوه لکه زده کوونکي فارغېږي، خو د دغو فارغو شویو څخه یوازې ۳۰ فیصده د کانکور د ازموینې لپاره شخصي کورسونو ته مخه کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې شخصي کورسونو ته مخه کوي، ایا په ښوونځيو کې د تدریس کیفت ښه نه دی او که تعلیمي نصاب داسې نه دی چې د زده کوونکو ستونزې حل کړي؟

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت په دې اړه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د خصوصي کورسونو موجودیت له پوهنې وزارت سره زیاته مرسته کولی شي، دا په دې معنی نه ده چې په ښوونځيو کې د تدریس کیفت خراب دی، خصوصي کورسونه کولی شي چې زموږ د زده کوونکو په استعدادونو کې پرمختګ راولي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

د کانکور ازموینې پر پروسې په داسې حال کې نیوکې کېږي چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له‌ مخې، د روان کال د کانکور په ازموینه کې یو لک ۸۹ زره ۳۲۹ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له ډلې یې یو لک ۷۴زره ۸۷۱ تنو پکې ګډون کړی و.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو له ډلې ۶۱۷۹۹ تنو د لوړو زده کړو موسسو، ۱۵۱۳۰ د نیمه لوړو زده کړو موسسو او ۷۷۷۱۸ تنو نورو خصوصي لوړو زده کړو ته لاره موندلې او شااوخوا ۲۰زره تنه ناکام شوي دي.

XS
SM
MD
LG