د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د کورنیو چارو وزارت: د کندز ښار د ۵۶ طالب وسله والو په وژل کېدو تصفیه شو


د کندز په ښار کې افغان ځواکونه
د کندز په ښار کې افغان ځواکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار د ۵۶ طالب وسله والو په وژل کېدو سره تصفیه شو.

وړمه شپه یوه نیمه بجه طالب وسله والو د کندز ښار په درېیو خواو ډله ییز بریدونه پیل کړل.

له ۳۶ ساعته سختې جګړې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې کندز ښار په بشپړه توګه تصفیه شو.

د ښاغلي رحیمي په وینا، پر کندز ښار د طالبانو له لوري د ډله ییزو بريدونو په ترڅ کې ۵۶ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

ده وویل: دښمن له سیمې د تښتې په حال کې دی، افغان امنیتي ځواکونه اوس هم هغه سیمې چې د طالب وسله والو تحرکات په کې لیدل کېږي، تر عملیاتو لاندې نیولي تر راتلونکو څو ساعتونو پورې به مشکوکې سیمې هم پاکې کړي.

همدا شان د افغان امنیتي او دفاعي ادارو له خوا په یوې ګډه اعلامیه کې چې د یکشبنې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې د کندز ښار د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني په شمول ۲۵ کسه وژل شوي او د امنیه قوماندان منظور ستانکزي په شمول ۸۵ تنه نور ټپیان دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۰ یې نظامي او پاتې نور یې ملکي وکړي دي.

په ورته وخت کې د کندز ولایت د والي ویاند عصمت مرادي رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې د کندز ولایت اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

ده ویلي: په کندز ښار کې له تېرې شپې راهیسې څه ناڅه وضعیت کابو شوی دی، افغان امنیتي ځواکونو د کندز ښار په ټولو برخو کې چاڼیز عملیات پیل کړل، اوس مهال په ښار کې امنیتي حالت د ډاډ وړ دی، موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې راشی او خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

د کندز ښار اوسېدونکي هم اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بولي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید په راتلونکي کې د کندز ولایت د امنیت ټينګښت لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د کندز ښار اوسېدونکې عزیزې امیني ازادي راډیو ته وویل: حالت اوس ښه دي، موږ سهار په ارامۍ او پرته له کومو ډزو پیل کړ، د کندز ښار تقریباً ۵۰ فیصده نورمال دی، خلک کولی شي چې خپل کاروبار په نورمال ډول پر مخ بوځي.

پر کندز ولایت داسې مهال د طالبانو له لوري د درېیم ځل لپاره ډله ییز بریدونه ترسره کېږي چې تر دې مخکې د کندز اوسېدونکو د کندز ښار شااوخوا کې د طالبانو د لوړ تهدید له شتونه اندېښمن وو او ویلي یې وو چې دا ګواښونه کولی شي چې یو ځل بیا د کندز ښار د سقوط لامل وګرځي.

XS
SM
MD
LG