د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

۱۴ نوماندان: سوله لومړیتوب دی، نه ټاکنې


د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۷ انتخاباتي ټیمونو له ډلې ۱۴یې د ټاکنو پر ځای سوله لومړیتوب ګڼي.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې د یوې هوکړې امضا ته نږدې شوي، د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره ځیني نوماندانو هم انتخاباتي کمپاینونو ته زور ورکړی.

ازادي راډيو د ۱۷ نوماندانو له کمپایني دفترونو سره په دې اړه خبرې کړي چې سوله لومړیتوب لري او که انتخابات؟

له ډلې یې د محمد اشرف غني، احمد ولي مسعود او لطیف پدرام په مشرۍ ټیمونو د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی.

په پاتې ۱۴ نوماندانو کې ډاکتر عبدالله، حنیف اتمر، حکیم تورسن، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو ټیمونو له انتخاباتو وړاندې سوله د ټولو افغانانو لپاره اړینه یادوي.

د حکومت برحاله اجرائيه رئیس او په ورته وخت کې راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند ډاګتر عبدالله په مشرۍ د کمپايني ډلې ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته په دې اړه وویل: "موږ د باعزته سولې لپاره چې په هغې کې د افغانانو ژوند خوندي وي هرکلی کوو او موږ لپاره دا مهمه ده او دا چې یوه تل‌پاتې سوله راشي موږ هر ډول قربانۍ ته چمتو یو، د دې لپاره سوله د جګړې ختم دی."

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا

بل نوماند حکیم تورسن بیا وايي، که په دې پوه شم چې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي او پر سبا یې ټاکنې کېږي غوره بولم چې له ټاکنو تېر شم.

همدا شان راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بل نوماند محمد حنیف اتمر هم په اوسني وضعیت کې سوله د افغانانو لپاره اړینه بولي.

د ښاغلي اتمر د ټيم یو غړی صبغت‌الله تمیم ازادي راډيو ته وویل: "سوله د انتخاباتو څخه موږ ته وړاندې ده، او اولویت لري، د دې لپاره چې سوله افغانستان ته خوشبختي راوړي، خو انتخابات په اوسني حالت کې خوشبختي نه‌شي راوستلی."

په ورته مهال هغه نوماندان چې ټاکنو ته د سولې پر وړاندې لومړيتوب ورکوي وايي، ټاکنې د افغانستان د سیاسي قدرت د انتقال یوه وسیله ده.

د دې نوماندانو له ډلې د "دولت جوړوونکي" ټيم په مشرۍ د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني دی.

د دغه ټیم یو ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل: "که نن د سولې په خبرو کې یوه ستونزه پیدا کېږي، نو لازمه ده چې یو مسؤل نهاد وي او واحده رهبري وي چې هغه تر نظارت لاندې راولي، د دې لپاره مهمه ده چې سولې خبرو کې هم ښه نتیجه ترلاسه کړو، پکاره ده چې دواړه پروسې هم‌مهاله پر مخ ولاړې شي."

په انتخاباتي پاڼه کې د ولسمشرۍ نوماندانو لېست
په انتخاباتي پاڼه کې د ولسمشرۍ نوماندانو لېست

لطیف پدرام او احمد ولي مسعود هم هغه نوماندان دي چې ټاکنو ته د سولې پر وړاندې لومړيتوب ورکوي.

د احمد ولي مسعود د ټاکنیز ټیم د مطبوعاتو مسؤل حبیب‌الرحمن پدرام ازادي راډيو ته وویل: "د دې لپاره چې اوسنی حکومت نه‌شي کولای د ملي یووالي تمثیل وکړي او د ټولو اقوامو نماینده‌ګي وکړي په دې اساس موږ ته انتخابات اولویت لري."

دغه ۱۴ نوماندان په داسې حال کې سولې ته لومړیتوب ورکوي چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د اتم پړاو خبرو له پای وروسته واشنګټن ته ستون شوی، د خلیل‌زاد له تګ وروسته د امریکا جمهور رئيس د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو پر دوام ټینکار کړی.

له دې ټولو سره هم‌مهاله افغان حکومت هم ټینګار کوي چې د جمهوري ریاست ټاکنې به د میزان په ۲۸ مه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG