د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

افغان حکومت: د امریکا او طالبانو د توافق لاسلیک به ناوړه اغېزې کړې وای


ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالبانو د ناستې یو انځور
ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالبانو د ناستې یو انځور

افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات ناقص وو او که هوکړه شوې وای، ناوړه پایلې یې رامنځته کولې.

که څه هم افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پرېکړې په اړه څرګند دریځ نه وړاندې کوي، خو وايي چې که د امریکا او طالبانو تر منځ کېدونکی توافقلیک لاس لیک شوی وای، پایلې به یې د افغانانو لپاره ناوړه وې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د سولې روانې خبرې ناقصې وې او پایلو ته یې هم خوشبیني نه وه.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ده وویل: زموږ په باور دغې پروسې خپل جدي نواقص درلودل او که چېرته دغه توافقلیک لاسلیک شوی وای، پایلې په یې د افغانانو لپاره خورا سختې وای، په همدې اساس باید د سولې په خبرو کې له ډېر احتیاطه کار واخلو.

ښاغلی صدیقي وايي، ټاکل شوې وه چې د افغانستان ولسمشر امریکا ته تللی وای او پر روانو موضوعاتو یې جدی خبرې کړې وای.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، په کمپ ډېوېډ‌ کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې درولي دي. ‌

ښاغلي ټرمپ په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي، په پام کې وه چې د یکشنبې په ورځ په کمپ ډېوېډ ‌کې له طالب مشرانو او د افغانستان له ولسمشر سره په جلا جلا توګه سره وګوري، خو دا کتنه لغوه شوې ده.‌

ده د دې لیدنې په لغوه کولو سربېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر هم کړی.

ولسمشر ټرمپ د دې کار لامل د طالبانو له خوا د کابل وروستی برید چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل، بللی او زیاته کړې یې ده چې که چېرې طالبان نشی کولی چې د خبرو په دې مهم پړاو کې اوربند وکړي، نو بیا دوی احتمالاً د یوې معنادارې توافقنامې پر سر د خبرو کولو توان هم نه لري.

په همدې حال کې د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د امریکا د ولسمشر وروستي اقدام ته په اشارې سره وايي، که ډیويډ کمپ کې غونډه جوړه شوې وای، د افغانستان د سولې لپاره مهم اقدام و.

هغه دا خبره په کابل کې یوې کمپایني غونډې په ترڅ کې وکړه او ویې ویل: په ډیویډ کمپ کې چې کومه غونډه ټاکل شوې وه، هغې غونډې ته افغان ولسمشر او طالبان هم وربلل شوي وو، زه فکر کوم دا یو فرصت و د سولې لپاره، خو له بده مرغه چې ورستیو پېښو ناوړه اغېزه پرېښوده پر دې خبرو.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

له بله پلوه طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته مو د روانې سپټمبر میاشتي په ۲۳مه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستې لومړۍ ورځ ټاکلې وه.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د سولې د خبرو له درېدلو سره به د امریکا اعتبار ته زیات زیان ورسېږي.

په دې اعلامیه کې همداشان ویل شوي، د اشغال پروړاندې به مبارزه جدي ادامه ولري.

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا د ولسمشر دا ګام به خپله امریکا ته زیات تاوان وکړي.

په تېرو څو ورځو کې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ګډون ځینو جګپوړو امریکايي چارواکو د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب مرکچیانو ترمنځ‌ د سولې د خبرو په اصولو کې پر سلاکېدو ناخوښي ښودلې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې روان مذاکرات ولي لغوه کړل؟

د نړېوالو چارو کار پوه انتظار خادم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا جمهور ر‎ئيس په دې حساسو شرایطو کې احساساتي پرېکړه کړې.

افغان کارپوه انتظار خادم
افغان کارپوه انتظار خادم

دی وایي، احساساتي پرېکړه په خپل ذات کې سم کار نه دی، له یو اړخه د سولې پروسه یا د سولې خبرې لغوه اعلانول دا په خپله یو خطر دی، په امریکا کې چې کومو ستاتورانو له دې پروسې سره مخالفت کاوه، هغوی غلط وو، د ټرمپ دغه پرېکړه هم ددې ښکارندوی کوي چې هغه سمه پرېکړه نه ده کړې او بېرته به یې اخلي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د شنبې په ورځ وویل، دا چې هېواد یې له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دی، خو دا هڅې په دې معنا نه دي چې ګنې امریکا له طالبانو سره هر ډول معامله مني.

همدارنګه، د امریکا کانګرس څو ورځې مخکې له زلمي خلیلزاد سره خپله اندېښنه شریکه کړې وه او هغه یې د بهرنیو چارو د اړیکو کمېټې ته ورغوښتی و چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په تړاو جزیات ورکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کینیټ مکنزي هم د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له پوځي مشرانو سره له خبرو وروسته خبریالانو ته ویلی وو چې د طالبانو د حملو زیاتوالی له اوسني حساس وضعیت سره مرسته نه‎شي کولای.

خو داسې نور عام او خاص افغانان په دې اړه څه وایي؟

د کابل اوسېدونکی حفیظ په هېواد کې په سولې ټینګار کوي او وايي چې د سولې د خبرو درېدل به جګړه اوږده کړي او باید د سولې خبرې دوام پیدا کړي.

ده وویل: هغه څوک چې د دوو انسانانو ترمنځ سوله راوړي، ښه کار دی، خدای او پیغمبر ویلي چې سوله ښه ډالۍ ده.

د کابل پر اوسېدونکو سربېره د کندز او فراه اوسېدونکي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د طالبانو د سختو جګړو شاهدان دي، بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو درېدو په اړه وېشلي نظرونه لري.

د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز اوسېدونکی امان الله د امریکا دا اقدام ستایي او زیاتوي چې د رښتنیې سولې لپاره باید افغانان او افغان حکومت د سولې په خبرو کې ونډه ولري.

ده وویل: په افغانستان کې د طالبانو د ځینو پرمختګونو په دلیل دغه مسئله لغوه شوې ده او موږ هم دغه اقدام ستایوو، موږ غواړو چې د سولې په خبرو کې افغانان او افغان حکومت ونډه ولري، څو په افغانستان کې واقعي سوله تامین شي.

بل خوا د فراه اوسېدونکی عبدالستار چې د جمعې په ورځ د فراه ښار د سختې جګړې شاهد و، متفاوت نظر لري.

نوموړی وایي: اوس چې دغه مذاکرات لغوه شوي، باید د نړیوالې ټولنې او د افغان حکومت پام انتخاباتو ته را واوړي، څو په افغانستان کې یو مشروع او ښه نظام رامنځته شي.

د سولې په اړه د ډونالد ټرمپ تازه اقدام په ټولنیزو پاڼو کې هم پراخ غبرګون را پارولی دی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو نظرونه هم په دوو برخو تقسیم شوي، ځیني یې د امریکا د ولسمشر اقدام ښه او ځیني یې ځکه ښه نه بولي چې په خبره یې، په هېواد کې به جګړې ورسره زیاتې شي چې قربانیان به یې ملکي وګړي وي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضلي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه د دولت اپوزیسیون ته لوی درس دی، څو زده کړي چې د دولت په محوریت لویو مسایلو ته درناوی وکړي.

ښاغلي فضلي همدا شان ټینګار کړی چې سوله یو مجهوله او انتخابات یو معلومه موضوع ده چې له دې وروسته باید ټول انتخاباتو ته کار وکړي.

په ورته وخت کې د ملي وفاق ګوند رهبر احمد ولي مسعود که څه هم د ډونالد ټرمپ پرېکړه پر ځای بولي، خو وايي چې حکومت نه شي کولای چې ملامتي یې پر ګوندونو واچوي.

دی وایي: دواړه هم سوله او هم انتخابات مجهول دي، څنګه چې په وار وار مو ویلي چې افغانان سوله د بندو دروازو تر شا نه غواړي، باید افغانان خپل برخلیک باندې پوه شي چې په کوم لوري روان دي، همدا شان انتخابات له سولې ګونګ دي او خلک له سولې زیات انتخاباتو ته اندېښمن دي.

د ملي وفاق ګوند مشر احمد ولي مسعود
د ملي وفاق ګوند مشر احمد ولي مسعود

د ډونالد ټرمپ دغه پرېکړه چې په ټوېټر یې لیکلې، د خلکو او سیاسي قشر بېلا بېل غبرګونه له ځان سره درلودل، خو اوس خلک هم منتظر دي چې له دې وروسته به د افغان حکومت او په قطر کې د امریکا او طالبانو پلاوو وروستی ګام څه وي او د سولې هغه خبرې چې افغان حکومت ورباندې ټینګار کړی، څه ډول تعقبېږي.

XS
SM
MD
LG