د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ارګ: ترهګري‎ یوازې افغانستان ته نه، بلکې امریکا ته هم یو ستر ګواښ دی


په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه امریکايي چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي، افغان حکومت وايي چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو لپاره منظمه برنامه لري.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: زموږ په باور په دې برخه کې ضد او نقیص څه نشته، مهمه دا ده چې دلته امریکايي ځواکونو ته څومره ضرورت شته، تاسو په دې پوهېږئ چې ترهګر د افغانستان او زموږ متحدینو ته په ځانګړي ډول امریکا ته یو ستر ګواښ دی او دغه ګواښ چې تر هغې له منځه لاړ نشي، موږ باید په ګډه مبارز وکړو.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې اوسمهال له افغانستانه کې د ځواکونو د ایستلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش نشته، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بیا ویلي، باور لري چې هېواد یې وکولی شي چې له افغانستانه خپل یوه ډېره برخه سرتېري وباسي او هم ډاډمنه کړي چې له دې هېواده به بیا پر امریکا ترورېستي حمله نه ‌کېږي.

ښاغلي ټرمپ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د جي٧ هېوادونو د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې زماني مهالوېش نشته، هر هغه څه چې دي، بېړه نه لرو.

همداشان د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال جوزف ډانفورد په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته ویلي دي چې په افغانستان کې له ترورېزم سره د امریکايي پوځيانو د جګړې د څرنګوالي په اړه خبرې له وخت څخه مخکې دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې دغه ډول ضد او نقیض څرګندونې څه معنا او ایا د سولې روان مذاکرات تر تاثیر لاندې راوستی شي که نه؟

د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده يې د افغان حکومت لپاره غولوونکي بولي.

دی وایي: داسې خبرې چې د امریکايي چارواکو له خوا کېږي، شاید د دې معنی دا وي چې امریکایان غواړي په افغانستان کې د افغان حکومت روحیه خرابه نشي، ستونزې رامنځته نشي او حکومت له منځه لاړ نشي، که طالبان په دې برخه کې اندېښمن وای، نو بیا یې خبرې تر دې حده مخکې نه بیولې، لا وختي به یې خبرې درولې وای.

خو د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه انتظار خادم بیا په دې باور دی چې امریکا غواړي په دغه ډول څرګندونو سره د خپلو منتقدینو هغه غبرګونونه کم کړي چې له افغانستانه د وتلو لپاره یې لري.

د سیاسي چارو شنونکی انتظار خادم
د سیاسي چارو شنونکی انتظار خادم

ده وویل: امریکا په دغه ډول څرګندونو سره غواړي چې د طالبانو پر رهبرۍ شورا فشارونه زیات کړي چې سولې ته غاړه کېږدي او بله خبره، امریکا په دغه ډول خبرو سره غواړي چې د هغو منتقدینو غبرګونونه د خپل ځان پروړاندې راکم کړي چې د وتلو په اړه یې لري، په ټوله کې امریکایان د افغانستان په اړه په خپلو پالېسیو کې واحد دریځ نه لري.

دا په ‌داسې حال کې ده چې اوس مهال په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ نهم پړاو خبرې روانې دي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش د دغو خبرو یوه مهمه برخه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG