د کندهار د تخته‌پُل اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي څخه شکایت کوي

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ یوه منظره

د کندهار ولایت تخته پُل ولسوالۍ اوسېدونکي د سړکونو د خرابوالي له کبله له جدي ستونزو سره مخ دي.

خلک وایي، د سړکونو خرابوالي نه یوازې د دوی ورځني سفرونو ستونزمن کړي، بلکې د ناروغانو په وخت روغتونونو ته د رسېدو مخه هم نیسي.

د تخته پُل ولسوالۍ د بیان زو کلي یو اوسېدونکی محمد نعیم وایي، د دې ولسوالۍ سړکونه دومره خراب دي چې د څو دقیقو مزل په ساعتونو بدلېږي.

د ده په وینا، کله چې ناروغ روغتون ته بېړنۍ اړتیا ولري، د خرابو لارو له امله پر وخت روغتون ته نه‌رسېږي او ډېری وخت ناروغان د مرګ تر پولو رسېږي.

محمد نعیم زیاتوي چې دا ستونزه د خلکو لپاره ستره اندېښنه ده او ژر تر ژره حل ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: "مشکل د سړک دی، موږ ته چې مریض پیدا شي یو کوچنی کلنیک لرو هغه هم یو ډول دوا ورکوي که یې ښار ته انتقال کړو مرګ ته رسېږي."

د تخته پُل ولسوالۍ د ملید په نوم یو بله پراخه سیمه لري چې د سپین بولدک او ارغستان ولسوالۍ سره نښتي او زرګونه کلي په‌کې پراته دي.

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د لارو د خربوالي له کبله یې ناروغان د مرګ تر پولې رسېږي.

خو دغه سیمه یو کوچنی روغتیايي مرکز لري.

د دې سیمې اوسېدونکي وایي چې دا روغتیايي مرکز د سیمې د ناروغانو اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

محمد قاسم او حاجي محمد، د دې سیمې دوه اوسېدونکي وایي چې د روغتیايي خدمتونو نشتوالی او د سړکونو خرابوالی د دوی لپاره لویې ننګونې دي.

محمد قاسم وایي: "دلته سړک نه‌شته لاري خرابي دي، ډېر په تکلیف یوو، اوس موږ په درې ساعته کې رسېږو، که سړک جوړ شي پنځلس تر دېرش دقیقې وخت نیسي، غوښتنه مو دا ده چې سړک راته پوخ شي."

حاجي محمد وایي: "موږ یوازې یو کوچنی روغتیايي مرکز لرو چې د ناروغانو لپاره کافي نه دی، موږ اړ یو چې ناروغان کندهار ښار ته ولېږدو، خو د خرابو لارو له امله دا سفر ډېر وخت نیسي."

د طالبانو حکومت د تخته پُل ولسوالۍ ولسوال حاجي ملا عطا محمد مختار وایي، د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې رغنيز کارونه شوي او په راتلونکي کې هڅه کوي چې د سړکونو ستونزي هم حل کړي.

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ ماشومان

حاجي ملا عطا محمد وايي: "د ټیلیفون انتونونه راوړل شوي، کار پر شروع دی، درول کېږي او انشاالله د سړک جوړولو وعده راسره شوې، سړک به هم انشاالله جوړ شي."

د سړکونو خرابوالی او د روغتیايي خدمتونو نشتوالی د خلکو اقتصادي ستونزي لا زیاتوي.

د سفر لګښت او په لویو ښارونو کې د درملنې لګښتونه د هغو کورنیو لپاره ستونزمن دی چې د اقتصادي کمزورتیا سره مخ دي.

دغه راز د سړکونو د خرابوالي له امله وچې او تازه مېوې او نور توکې ښار ته پر وخت نه‌شي رسول کېدای.