د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

کندهار کې د انګورو بڼوال: طبيعي افتونو او د پاکستان لوړې ماليې زيانونه را اړولي


د کندهار انګور چې سږ کال يې حاصلات کم ښودل شوي.
د کندهار انګور چې سږ کال يې حاصلات کم ښودل شوي.

کندهار کې د انګورو بڼوال وایي، حاصلات یې د تېرو ورښتونو له امله کم شوي دي او په ورته وخت کې پاکستان هم پر افغان تازه مېوو او سبزیو ګمرکي محصول لوړ کړی، چې د دې ولایت باغ لرونکي او سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د انګورو باغ لرونکي خپل محصولات په کریټونو کې ځای پر ځای کوي.

د حاجي عبدالحي او قدرت‌الله په نومونو د ژړۍ ولسوالۍ دوه بڼوال وايي، بې وخته بارانونو د انګورو حاصل کم کړی او پاتې حاصل هم هيڅ ګټه نه‌لري، ځکه چې په وینا یې، د پاکستان د لوړ ګمرکي محصول له امله، دوی مجبور دي چې په کور دننه خپل انګور په ارزانه بیه وپلوري.

دوی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې، سړې خونې ورته جوړې کړي، ترڅو په‌داسې حالاتو کې خپل د انګورو حاصلات وساتي.

عبدالحی ازادي راډيو ته وويل: "په پسرلي کې ږلۍ را باندې وشوه او باغونه یې را خراب کړه، هغه لږ چې پاتې شول اوس بیا پاکستان ټکس را باندې لوړ کړی، کرایه یې بیا بل مصرف دی."

دغه‌شان قدرت‌الله وايي: "که یې دلته پرېږدو ورستیږي موږ مجبوره یو چې وایستوو، سږ کال دا لوی مشکل دی چې ټکس یې راباندې لوړ کړی، که حکومت یا سوداګرو سړې خونې جوړې کړي وای بیا به دا انګور دلته ساتل شوي وای."

بڼوال وايي، بې‌وخته ورښتونو يې د انګورو حاصلات کم کړي.
بڼوال وايي، بې‌وخته ورښتونو يې د انګورو حاصلات کم کړي.

د یادونې ده، چې پاکستان د جولای له لومړۍ نېټې څخه دغه هېواد ته پر افغان مېوو او سبزیجاتو ۱۸سلنه مالیه لوړه کړې، چې نه یوازې باغ لرونکي، بلکې سوداګر هم د دې لوړې مالیې له امله زیات زیان ویني.

د حاجي سعدالله په نوم یو افغان سوداګر وایي، د طالبانو حکومت باید د پاکستان له بازار پرته نورې مناسبې لارې چارې هم ولټوي، ترڅو دوی تل له‌دې مجبوریته خلاص شي.

"زموږ پر انګورو مخکې دوی پر هر ټن ۱۹زره افغانۍ اخیستلې خو اوس پر ټن ۷۸زره افغانۍ ځیني اخلي

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "موږ د حکومت څخه دا هیله لرو چې موږ ته بدیلې لارې پیدا کړي، پاکستان که ستونزې راته جوړوي نورې لارې باید پیدا شي، عربي هېوادونو یا نورو ګاونډیو هېوادونو سره زموږ د تازه مېوو د صادراتو په اړه خبرې وشي."

خو د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له‌خوا د لوړې مالیې سربېره، دې هېواد ته د انګورو صادرات پیل شوي او هره ورځ تر شپږو موټرو پورې انګور صادریږي.

د دغه خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي، دا ډول ستونزې د دواړو هېوادونو سوداګري زیانمنوي، او حکومتونه باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره دایمي اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه وايي: "زموږ پر انګورو مخکې دوی پر هر ټن ۱۹زره افغانۍ اخیستلې خو اوس پر ټن ۷۸زره افغانۍ ځیني اخلي چې دا یې څو چنده مالیه اضافه کړې، انګور تازه مېوه ده او لوړ قېمت یې په زحمت برداشت کېږي."

د بڼوالو په خبره مخکې به پر هر ټن انګورو پاکستان ۱۹زره روپۍ ماليه اخيستله، خو اوس يې دا بيه ۷۸زره ته لوړه کړې ده.
د بڼوالو په خبره مخکې به پر هر ټن انګورو پاکستان ۱۹زره روپۍ ماليه اخيستله، خو اوس يې دا بيه ۷۸زره ته لوړه کړې ده.

پاکستان ویلي، د پیسو نړیوال صندوق "IMF" د پور د شرطونو له امله یې له افغانستان څخه پر ور تلونکو تازه مېوو او سبزیجاتو ۱۸سلنه مالیه زیاته کړې ده.

خو افغان سوداګر وایي، پاکستان تل د افغانستان د تازه مېوو د حاصلاتو پر مهال سرحدي او ګمرکي ستونزې جوړوي.

بار وړونکو موټرچلوونکو سره د (تاډ) په نوم د تګ راتګ د موقتي سند نه‌شتون، د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان حکومت له‌خوا د تعرفو لوړول، په سرحدي سیمو کې امنیتي پېښې او له امله يې د پاکستان حکومت له‌خوا د لارو تړل او له تورخم دروازې ها غاړه د سیمه‌ییزو خلکو د اعتراضونو له امله د لارې بندېدل د تېر یو کال په ترڅ کې پاکستان او د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو تازه محصولاتو د صاداراتو په وړاندې جدي ستونزې وې.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG