افغانستان کې د ټاپي پروژې د چارو پیل؛ شنونکي یې د اقتصادي ودې، کارموندنې او اقلیم برخه کې ګټور بولي

ارشیف: په افغانستان کې د ټاپي پروژې له مخکېنیو پرانیستو مراسمو یو انځور

نن په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په رسمي ډول پیل شوې.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او یو شمېر نورو پراختیایي پروژو عملي چارې نن د سپټمبر په ١١مه د دواړو لوریو د لوړپورو چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.

د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرانیستې په موخه په هرات ولایت کې هم یو لړ مراسم جوړ شوي وو چې د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخند د یوه پلاوي په مشرۍ لومړی هرات او بیا ترکمنستان ته ولاړ.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو له همدې امله نن چهارشنبه په هرات کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

د ترکمنستان په سلیم چشمه سیمه کې په جوړ شوي مراسمو کې د طالبانو د حکومت ریس الوزرا محمد حسن اخند او د ترکمنستان ملي مشر قربان قلی بردي محمدوف برخه اخیستې وه.

ملا محمد حسن اخند دې مراسم ته وویل: "دا هغه ورځ ده چې له ډېرو کلونو راهیسې له ډېرو کړاوونو او ستونزو سره د دغه ورځې په انتظار کې وو."

د طالبانو تر کنترول لاندې ارګ نن په خپله ایکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف چې د وېډیو کنفرانس له لارې غونډې سره وصل و، وویل چې د دغو مهمو پروژو پلي کېدل نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان په ګټه دی، بلکې د سیمې په ګټه هم دی.

د یادونې ده چې نن د ټاپي پروژې تر څنګ د نفت او ګاز، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د یو شمېر نورو پراختیايي پروژو کار هم عملاً پیل شو.

د طالبانو حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون خپور کړی، ویلي چې د ټاپي روژې لومړی فاز هرات ولایت، دوهم فاز یې له هرات څخه هلمند ولایت ته، درېیم فاز کندهار ولایت ته او څلورم فاز کې بیا پاکستان او بیا وروسته هندوستان ته رسېږي.

د طالبانو حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد زیاته کړه چې په یادو ولایتونو کې د پروژو په بشپړېدو سره به د ګاز د کارونې مرکزونه هم جوړېږي چې د افغانانو د ګاز اړتیاوې به په ټيټه بیه پوره کوي.

د اقتصادي چارو پوه بشیر دودیال وايي، ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې، کارموندنې او اقلیم په برخه کې ډېرې ګټې لري.

دودیال وايي: د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده.

نوموړي زیاته کړه: "د دې د اقتصادي عاید سربېره، دې سره یوه ځمکنۍ لاره هم تېرېږي او خلکو ته د ګمارنې فرصتونه برابرېږي، ډېر کسان به دلته په کار وګمارل شي، زموږ پر اقلیم او د سون توکو باندې مثبت اغېز لري، د ټرانزیټ ګټه یې یوه بله ګټه ده، نو په دې ترتیب دا پروژه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده."

یو شمېر افغانان هم د ټاپي پروژې د رسمي کار پیل ته خوشبین دي او د افغانستان پرمختګ لپاره یې اړین بولي.

د کابل اوسېدونکي اجمل ازادي راډيو ته وویل: "د ټاپي پروژې په هکله زما نظر مثبت دی، د افغانستان ډېری خلک دا ډول پروژو ته خوشبینه دي، دا ډول لویې لویې پروژې کولای شي چې د افغانستان اقصادي ناورین له منځه یوسي."

ټاپي د ګازو د نللیکې سیمه‌ییزه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د ګازو د دغې څه باندې ۱۸سوه کیلومتره اوږدې نل‌لیکې ۷۷۴ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ارګ وايي، د دې پروژې د ټرانزیټ له درکه به د افغانستان کلني عواید شاوخوا ۴٠٠ میلیون ډالرو ته ورسېږي.

د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، د افغانستان د تېر جمهوري نظام، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ترکمنستان چارواکو په خپله خاوره کې د دغې پروژې د نل‌لیکې د غځولو د کار د بشپړېدو اعلان کړی و.

خو په افغانستان کې یې د رغونې چارې د ۲۰۱۸م په فبروري کې درېدلې وې چې ناامني یې یو عمده خنډ بلل شوی و.