د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

ټاپي پروژې سره د ۱.۱۷ میلیارد ډالره مرسته وشوه


د دغې پروژې د نللیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، کندهار، هلمند ، فراه او نیمروز له ولایتونو نه تېرېږي.
د دغې پروژې د نللیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، کندهار، هلمند ، فراه او نیمروز له ولایتونو نه تېرېږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، اسیايي پراختیايي بانک له ټاپي پروژې سره چې ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي ۱.۱۷ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

د دغه وزارت سرپرست خبریالانو ته وویل، د ټاپي پروژې د نلونو د غځولو چارې به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې پیل شي.

ټاپي هغه سیمه ییزه پروژه ده چې ډېر وخت پرې واوښت خو په افغانستان کې يې لا هم عملي کارونه پیل شوي نه دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، اسیايي پراختیايي بانک له دغې پروژې سره ۱،۱۷ میلیارده ډالره مرسته کړې چې افغانستان یې بېرته ورکړې ته مکلف نه بلکې پاکستان او هندوستان به اسیايي پراختیايي بانک ته خپلې برخې ورکوي.

د ټاپي پروژې د کار د پیلولو په هدف د دوشنبې په ورځ په کابل کې د کانونو او پټرولیم او د ځمکو او ښار جوړونې د وزارتونو او د یادې پروژې د پلي کوونکي شرکت ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړه لیک پر مهال د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هارون چخانسوري وویل، په افغانستان کې به د ټاپي پروژې عملي کارونه د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې پیل شي.

هغه زیاته کړه: "پلان دا دی چې، د دغې پروژې عملي کارونه به د را روان میلادي کال په لومړیو کې د افغانستان په هرات کې پیل شي، کولای شو له تورغونډۍ تر هراته پورې پايپ لین وِغځوو چې هلته له ګازو نه د استفادي مرکز جوړ شي او دې وروسته به په ټاکلي مسیر پرمخ لاړ شي."

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هارون چخانسوري
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هارون چخانسوري

د ښاغلي چخانسوري په خبره، د دغې هوکړې په اساس به د پروژې په مخکې د پرتو شخصي او دولتي ځمکو د استملاک چارې هم بشپړې شي.

ده دا هم وویل، د ځمکو د استملاک په اړه هېڅ امنیتي، ټولنیزه او مالي ستونزه نه شته او که امنیتي ستونزې هم وي، هغه هم تر ډېره حده هواره شوې ده.

په ورته وخت کې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت وايي، د ټاپي پروژې د عملي کولو په لار کې ۶۰ فیصده دولتي او ۴۰ فیصده شخصي ځمکې پرتې دي.

د ښار جوړونې او ځمکو د وزارت د مسئولینو په خبره، د استملاک شویو ځمکو د پیسو ورکړه، د یادې پروژې د پلي کوونکي شرکت پرغاړه ده.

بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان د دغې پروژې په عملي کولو ډېر باوري نه دي.

د دغه کارپوهانو له ډلې سعیدالرحمن عمران ازادي رادیو ته وویل، ناامني، مدیریتي نیمګړتیاوې او د سیمې د هېوادونو بې باوري هغه ستونزې دي د دغې پروژې د پلي کولو پر لاره پرتې دي.

هغه زیاتوي: "افغان حکومت باید په لومړي سرکې مدیریتي نیمګړتیاوې پوره کړی، او بیا د هغو هېوادونو چې په دغه پروژه کې شامل دي، باور یې خپل کړي."

د ټاپي د پروژې طرحه په ۹۰ کلونو کې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د مشرانو له خوا وړاندې شوه.

هندوستان کې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شامل شو.

د دغې پروژې د نللیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، کندهار، هلمند ، فراه او نیمروز له ولایتونو نه تېرېږي.

XS
SM
MD
LG