د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

طالبان: له ټاپي پروژې د ګاز د وېش طرحه په بشپړېدو ده


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په نژدې راتلونکي کې د هرات صنعتي پارک ته له ټاپي پروژې څخه د ګاز د وېش د طرحې د بشپړېدو خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې د عملي کولو د یوې برخې په توګه د هرات ښار د صنعتي پارک د ګاز د لګښت طرح چمتو شوې ده.

د دې وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې او د ټاپي پروژې پر اړوندو نورو مسایلو اوسمهال په ترکمنستان کې د طالبانو د حکومت د یوه پلاوي خبرې روانې دي.

برهان وویل: "د معدن او پټرولیم وزارت د مسلکي معین انجنیر وحیدالله حلیمي په مشرۍ یوه لوړرتبه پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی او د همدې پروژې په مخکې چې کوم خنډونه پراته دي د هغو د لیرې کولو لپاره اوس مهال په ترکمنستان کې بېلابېلې غونډې روانې دي."

برهان زیاته کړه چې ترکمنستان د هرات د صنعتي پارک او ښاري سیمو لپاره د ګاز د شبکې په جوړولو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.

د نوموړي په وینا د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه به ډېر ژر په دې اړه کار پیل کړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د وږي په ۱۱مه د هرات سوداګرو او پانګه والو ته وویل چې د ټاپي پروژې له لومړنیو امتیازونو څخه به د هرات اوسېدونکي ګټه واخلي.

د ټاپي نل لیکه د لومړني پلان له مخې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د ترکمنستان په خاوره کې د دې پروژې د تاسیساتو رغونه پیل شوې او نل لیکه د افغانستان سرحد ته رسېدلې.

معلومه نه ده چې د افغانستان په خاوره کې به د دې پروژې چارې څه وخت پیل شي، خو د طالبانو حکومت له پخوا راهیسې ویلي چې د دې پروژې عملي کار به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

د ټاپي پروژې په اړه له څه باندې دوو لسیزو راهیسې خبرې کېږي.

د تېر نظام پرمهال چې طالبانو یې پرضد وسله وال فعالیت کاوه د دې پروژې د عملي کولو لپاره ډېرې هڅې وشوې، خو جمهوري نظام د امنیتي ستونزو له کبله ترپایه ونه توانېد چې دا ګرانه پروژه عملي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG