د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

طالبانو په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې له مسوولانو مهالوېش غوښتی


ارشیف: د ټاپي پروژه
ارشیف: د ټاپي پروژه

د طالبانو حکومت هیله من دی چې د ټاپي نل لیکې د پروژې کار به ژر پیل شي.

د طالبانو د حکومت چارواکي واييؤ ترکمنستان ته په سفر کې یې د ټاپي نل لیکې د پروژې له مسوولانو څخه د عملي پلان او د دې پروژې د پیل مهالوېش غوښتی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې وویل چې ژر به د دې پروژې کار پیل شي.

مجاهد وویل: "دا د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند لپاره ډېره مهمه او حیاتي پروژه ده، په ځانګړې توګه د ګازو د لېږد او نورو پرمختګونو په برخه کې. د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسوول لوري په توګه په دې برخه کې همکاري کوي او د خپلو مسوولیتونو د پوره کولو هڅه کوي او دا پروژه به انشاالله ژر بشپړه شي."

د ټاپي د ګازو د لېږد پایپ لاین او لویه پروژه چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي، له څو لسیزو راهیسې د ناامنیو له امله ځنډول شوې ده.
د ټاپي د ګازو د لېږد پایپ لاین او لویه پروژه چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي، له څو لسیزو راهیسې د ناامنیو له امله ځنډول شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال وحیدالله حلیمي د ټاپي پروژې له اجرایي رییس محمد مراد امانوف سره په کتنه کې د دې پروژې د پیل د مهالوېش غوښتنه کړې ده.

د ټاپي پروژې مشر او د دې پروژې مشرتابه ژمنه وکړه چې د دوو اوونیو په اوږدو کې به د کانونو او پټرولیم وزارت ته د کار د پیل مهالوېش وسپاري.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت خبرپاڼه زیاتوي په دې کتنه کې چې په عشق آباد کې د «ترکمن ګاز» په مرکزي دفتر کې وشوه، په هرات ښار کې د ګازو د وېش د شبکې په اړه د همکاریو په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.

د ټاپي د ګازو د لېږد پایپ لاین او لویه پروژه چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي، له څو لسیزو راهیسې د ناامنیو له امله ځنډول شوې ده.

دا پایپ لاین چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی ولري په افغانستان کې به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

افغانستان به له دې پروژې څخه په کال کې تر ۴۰۰ میلیونه ډالره عاید هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG