د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

افغانستان کې بنسټيزې پروژې؛ د اسيا پراختيايي بانک يې د نه تمويلېدو خبر ورکړی


ټاپي د هغو پروژو له ډلې ده چې د اسيا پراختيايي بانک له لوري تمويلېده
ټاپي د هغو پروژو له ډلې ده چې د اسيا پراختيايي بانک له لوري تمويلېده

د اسیا پراختیایي بانک، ADB وایي، په افغانستان کې یې د زیربنایي پروژو د تمویل چارې يې تر اوسه ځکه درولي چې د دې هېواد پر وضعیت څارنې ته دوام ورکوي.

د دې بانک ویاند ویلي، دوی له افغانستان سره د بشري اړتیاو په برخه کې مرستو ته ژمن دي.

د فلیپن په پلازمېنه مانیلا کې مېشت د دې بانک د مرکزي دفتر ویاند هندو ورځپاڼې ته ویلي، د اسیا پراختیایي بانک د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسمې وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې د یو شمېر زیربنایي سترو پرژو له تمویل څخه لاس اخیستی.

ياد بانک تر اوسه دغه دریځ ځکه نه‌دی بدل کړی چې له خپلو سهم لرونکو او نورو لوبغاړو سره په منظمو مشورتي غونډو کې د افغانستان د وضعیت څېړني ته دوام ورکوي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د اسیا پراختیایي بانک د تېر کال په جنوري میاشت کې له دې هېواد سره د ۴۰۵ ميلیون ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ.

دې بانک ویلي چې، دا مرستې به د ملګروملتونو د څلورو ادارو، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې، د خوړو د نړیوال پروګرام، د کرڼې او خوړو ادارې او یونېسف له لارې په افغانستان کې د خوراکي موادو د خوندیتوب او له افغانانو سره د اړینو روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو پر چارو لګیږي.

د اسيا پراختيايي بانک افغانستان کې د ډېرو بنسټيزو پروژو تمويل کاوه.
د اسيا پراختيايي بانک افغانستان کې د ډېرو بنسټيزو پروژو تمويل کاوه.

د اسیا پراختیایي بانک همدارنګه د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت پر مهال د یو شمېر لویو پرژو د تمویل ژمنه کړې وه، چې له مرکزي اسیا څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږدولو یا ټاپي یې سترې پروژې بلل کېږي.

د اقتصادي چارو پوهان دغه دواړه پروژې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلېدو لپاره مهمې بولي.

افغانستان به هم له دې پروژې هره ورځ تر سل میلیونه متر مکعب پورې ګاز ترلاسه کوي.

ټاپي پروژه چې شا اوخوا یو زر اتلس سوه کیلو متره اوږده ده، له بشپړېدو سره به یې پر دې سربېره چې هر کال شا اوخوا دري دېرش میلیارډه متره مکعب طبیعي ګاز له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي، افغانستان به هم له دې پروژې هره ورځ تر سل میلیونه متر مکعب پورې ګاز ترلاسه کوي.

د اسیا پراختیایي بانک د تېر کال په مارچ میاشت کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې اووه میاشتې لا نه وې پوره شوې، د دغې پروژې له تمویل څخه چې ځینې چارې یې د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت په وروستیو کې پیل شوې وې، له تمویل څخه لاس واخیست.

د اسیا پراختیایي بانک ترڅنګ نړیوال بانک چې په افغانستان کې د سترو پروژو له تمویلونکو ګڼل کېږي، هم د تېر ۱۴۰۱ کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان او پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ په نوم د برېښنا غځولو د پروژې له تمویل څخه لاس اخلي.

د کاسا زر پروژه هم د اسيا پراختيايي بانک له لوري تمويلېده، انځور: د کاسا زر پروژې پرانيست غونډه
د کاسا زر پروژه هم د اسيا پراختيايي بانک له لوري تمويلېده، انځور: د کاسا زر پروژې پرانيست غونډه

دې بانک د دغې پرېکړې د اعلان پر مهال ویلي وو چې، په افغانستان کې نورو، لکه د پوهنې، کرڼې او روغتیایې خدماتو ته باید ډېر پام وشي.

که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو ډېر ځلې په افغانستان کې د پخواني حکومت د وخت د سترو پرژو له تمویلونکو غوښتنه کړې چې د افغانستان د اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو د ایجادولو لپاره دې بېرته د دغو پروژو مالي ملاتړ وکړي، خو دوی تر اوسه دې کار ته زړه ځکه نه‌دی ښه کړي چې د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او پر دې سربېره داسي ښکاري چې د ښځو او نجونو په وړاندې یې د سختو محدودیتونو له کبله له نړیوالې ټولنې سره هم واټن په زیاتېدو دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که طالبان د ملګروملتونو په اداروکې پر ښځو د کار کولو د بندیز په اړه خپله پرېکړه بېرته وانه‌خلي نو ښایي په مې میاشت کې له دې هېواده د وتلو په اړه یوه دردونکې پرېکړه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG