د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د هندوستان او ترکمنستان ولسمشرانو افغانستان کې د ټاپي پروژې پر امنیت خبرې وکړې


د هندوستان او ترکمنستان ولسمشرانو له افغانستان سره په همکارۍ او د ټاپي پروژې د امنیت په تأمین باندې ټينګار کړی دی.

د هندوستان ولسمشر رام نات کوویند د اوونۍ په سر کې ترکمنستان ته تللی و او هلته‌یې په دوه اړخیزو مسئلو سربېره د افغانستان په روان وضعیت هم له خپل سیال سره خبرې کړې دي.

هندي چارواکو ویلي چې د افغانستان ثبات د سیمې د ګازو د انتقال د یوې لویې پروژې (ټاپي) لپاره حیاتي ارزښت لري.

د هند ولسمشر رام نات کوویند دا خبره له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره په عشق‌اباد کې په یوه رسمي لیدنه کې کړې ده.

د هند ولسمشر رام نات کوویند
د هند ولسمشر رام نات کوویند

هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي کوویند وړاندیز کړی چې د ټاپي پروژې د امنیت نیولو اړوند مسایل دې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې تر بحث لاندې ونیسي.

اخوا د هند «اې اېن ای» خبري اژانس په ترکمنستان کې د هندوستان له سفیر ویندو پانیر څخه د هندوستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د لیدنې جزئیات پوښتلي.

هغه یې داسې ځواب ورکړی: "د هند او ترکمنستان ګډې ګټې په افغانستان کې دي، له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره مهمه ده. دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې پر همکارۍ هوکړه کړې ده ځکه ټاپي پایپ‌لاین او نور ټول مسایل په دې برخې پورې تړلي دي."

د ترکمنستان او هندوستان ولسمشرانو داسې وخت د ټاپي پروژې د امنیت د نیولو په لارو چارو باندې خبرې کړي چې شااوخوا یوه میاشت مخکې د اسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د تمویل چارې ودرولې.

ټاپي
ټاپي

علت‌یې دا راوړی و چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

اخوا د طالبانو حکومت بیا هیله‌مندي ښودلې چې ژر به د ټاپي پروژې عملي چارې پيل شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د ځمکو، مالیې او ځینو تخنیکي مسایلو تر حل وروسته به د ټاپي پروژې عملي چارې پيلېږي.

ټاپي پروژه چې شااوخوا یو ۱،۸۰۰ کیلومتره اوږده ده له بشپړېدو سره به‌یې هرکال شااوخوا ۳۳ میلیارده متره مکعب طبیعي ګاز له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG