د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

طالبان وايي افغانستان کې به د ټاپي پروژې کار ډېر ژر پیل شي


د ټآپي پروژه
د ټآپي پروژه

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان ته د ترکمنستاني پلاوي د سفر مهمه موضوع په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د کار بیا پیل دی.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې: "د دغه سفر عمده برخه د ټاپي پروژې د کار پیل دی، د ټاپي پروژې کار د افغانستان تر سرحده پورې را رسېدلی، یو میلیارد ډالرو پانګونه مخکې پرې شوی، د ترکمنستان حکومت ژمنه وکړه چې پنځه میلیارډه ډالره نور پرې ولګوي او دا پروژه تکمیل او د افغانستان له سرحدونو تېره کړي او تر بشپړېدو وروسته یې ګټه اخېستنې ته یې وسپاري. ابتدايي مرحلې لپاره کله چې نللیکه وصل شي، هرات ته را رسېږي چې ګاز به هم په کې وي، افغانستان باید چمتوالی ولري چې له دې ګازو څه ډول استفاده وکړي، سونګ لپاره، صنعت لپاره که د سوداګرۍ لپاره."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

خو مخکې ویل شوي و چې هرات ولایت کې د دې پروژې کار پیل شوی و چې د نظام په بدلون سره په ټپه ودرېد.

ښاغلی مجاهد دا هم وايي چې افغانستان کې د دې پروژې د کار په پیل سره به په ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په دوامدار ډول به ۱۲ زره کسان په کې په کار بوخت شي.

نوموړی وايي چې ترکمنستان دا کار له کوم شرط او د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې پرته د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه کوي.

ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو له خوا پرانیستل شوه چې په ترکمنستان کې یې کار په هماغه کال پای ته ورسېد او ټاکل شوې وه چې تر ۲۰۱۹ میلادي کاله پورې بشپړه شي.

د ټاپي پروژې د ګاز نللیکه یو زره اته سوه او څوارلس کیلومتره اوږدوالی لري چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز انتقالوي.

ټاکل شوې وه چې افغانستان له دې پروژې د کافي ګاز تر لاسه کولو ترڅنګ په کلني ډول د ټرانزیټ له درکه، ۴۰۰ میلیونه ډالره هم تر لاسه کړي.

د دې پروژې اته سوه او شپاړس کیلومتره یې د افغانستان له خاورې، د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي، خو د اقتصادي چارو افغان شنونکي، دا مهال په افغانستان د ټاپي پروژې د کار د بیا پیل په اړه بېل نظر لري.

د چارو پوه شفیع الله ستومان یې په اړه وايي: "یوه خبره ده چې لوی هېوادونو په دې برخه کې مهم رول لري، د امریکا رول په دې برخه کې نادیده نه شو نیولی، خو د وخت په تېرېدو سره او د پروژې په پیل سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي چې ورسره به د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي، خلک به ورنه هرکلی وکړي، خلک له طالبانو همدا غوښتنه لري."

د طالبانو ویاند وویل چې ترکمنستاني پلاوي سره د ریل پتلۍ د جوړېدو په اړه هم خبرې شوي.

د یادونې وړ ده چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي او د ټاپي په شان په لویو اقتصادي پروژو له طالب چارواکو سره خبرې کوي چې تراوسه پورې د دغه هېواد په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ترکمنستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG