ځینې افغان رضاکاران او د بغلان اوسېدونکي: سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ان سړکونه هم زیانمن شوي. په بغلان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښاروالۍ کارکوونکي د سړکونو د پاکولو پر مهال لیدل کېږي.

د یو شمېر ولایتونو په ځانګړې ډول د بغلان ولایت اوسېدونکو او رضاکارانو ازادي راډیو سره خبرو کې سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

د بغلان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له وروستیو سېلابونو وروسته یو شمېر سېلاب ځپلي او رضاکاران وايي، بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

ازادي راډیو ته په لېږل شوې ویډیو کې د بغلان د برکې ولسوالۍ یو سېلاب ځپلی وايي: "سېلاب موږ ته نه ژوند، نه انسان، نه حیوان، نه ابادۍ او نه کورونه پریښي، داسې کورونه هم شته چې یوازې یو کس په کې ژوندی پاتې شوی دی."

د دهنې غوري ولسوالۍ یو سیلاب ځپلي دین محمد ازادي راډیو ته وویل: "زیانونه ډېر دي. زموږ او د نورو خلکو دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه چې پیاز او رومي بانجان مو په کې کرلي وو، له منځه تللې ده. تر اوسه موږ سره مرسته نه ده شوې."

د بغلان ولایت د نهرين ولسوالۍ يو تن رضاکار شمس‌الله ازادي راډيو ته وويل چې د خلکو د اړتياوو له مخې بايد د جامو، خوراکي توکو او بېړنيو سرپناهونو د برابرولو په برخو کې نورې مرستې هم وشي.

هغه وايي: "موږ له ټولو ملي بنسټونو او سوداګرو غواړو چې راشئ او له دې خلکو سره مرسته وکړئ، ځکه چې سېلاب دوی ته هېڅ نه دي پریښي. دا سېلاب په بغلان کې بېساری دی. که تاسو ټولو سیمو ته لاړ شئ، نو تاسو به فکر وکړئ چې دلته مخکې نه کورونه وو او نه ژوند."

د بغلان مرکزي ولسوالۍ یوه رضاکار میرویس ازادي راډیو ته د دې مرستو په اړه وویل: "مرستندویه بنسټونه تراوسه چې سیمو ته راغلي، دوی یوازې یو څه د ډوډۍ مرسته له هغو خلکو سره کړې چې په دښتو کې ناست دي، دوی نه د اوسېدو ځای لري او نه هم د خوراک لپاره کوم څه. تراوسه سروې ګانې روانې دي، داسې قوي مرستې لا نه دي شوي."

په بېلابېلو نورو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو یو شمېر زیانمنو هم ازادي راډیو سره خبرو کې د مرستو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دننه او بهر یو شمېر افغان رضاکارانو په ټولنیزو رسنیو کې د وروستیو سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړي دي.

په لندن کې یو افغان رضاکار عبدالله میاخېل چې د مرستو راټولولو کمپاین یې پیل کړی، ازادي راډیو ته وویل: "د دې کمپاین له لارې چې تر دې مهاله ۱۰زره ۷۷۲ پوڼده راټول شوي دي. پر هېوادوالو مو غږ وکړ چې په دې سختو شرایطو کې د خلکو لاسنیوی وکړي، دا مرستې به په نږدې ورځو کې په بغلان کې په خلکو وویشل شي."

په همدې حال کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د دوی د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره بغلان ولایت ته تللی او له ځايي خلکو او مرستندویه موسسو سره یې لیدلي دي.

په بغلان کې د وروستیو بهېدلیو سېلابونو یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپله ایکس‌پاڼه کې د ملا برادر په حواله لیکلي چې هغه پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دوی د حکومت د کمېسیون په ناسته کې بغلان او د نورو ولایتونو سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره بېلابېلې کمیټې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" ویاند ضیاالدین صافي ازادي راډيو ته وویل چې د بغلان په ځینو سیمو کې سېلاب ځپلو ته د بار وړونکو موټرو په وسیله د مرستو رسول ممکن نه دي او له همدې امله دوی د مرکب په ګډون له څارویو څخه د مرستو د لېږد لپاره ګټه اخلي.

صافی وايي: "په بغلان او بدخشان کې زیانمن شوي ځایونه په داسې سیمو کې دي چې له سختې لوږې سره مخ دي او چېرې چې موږ د اوړي په جریان کې د خوراکي نه خوندیتوب لپاره مرسته کوو، دې سېلونو د کرنې او اوبو لګولو پر سیستمونو منفي اغېزه کړې چې د موجوده خوراکي توکو د ناامنۍ سبب شوي."

د افغانستان سرې میاشتې ادارې هم په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي چې په بغلان او کندوز ولایتونو کې يې سېلاب ځپلو ته روغتيايي کڅوړې وېشلې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې له سیلابونو وروسته د ناروغیو ګواښ زیاتېږي او دوی یې د مخنیوي لپاره یې روغتیايي لارښوونې خپرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا "سېف دې چېلډرن" د سې شنبې په ورځ د مې په ۱۱مه په خپل راپور کې لیکلي چې د بغلان په پنځو ولسوالیو کې شاوخوا ۶۰۰زره کسان د ۳۱۰زره ماشومانو په ګډون د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږي کوونکې اندریکا راتوت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.