د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

جنوبي اسیا ته د روسي تېلو د رسولو هڅې؛ طالبانو په هرات کې د لوژستیک مرکز پر جوړولو موافقه کړې


د هرات ښار یوه څنډه
د هرات ښار یوه څنډه

د طالبانو حکومت له قزاقستان او ترکمنستان سره موافقه کړې چې جنوبي اسیا ته د روسیې د تېلو د رسولو لپاره د افغانستان په لوېدیځ کې د لوژستیک مرکز جوړ کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې د لوژستیکي مرکز د جوړولو په اړه به تخنیکي ټیم په دوو میاشتو کې د دغه مرکز د رسمي پلان په اړه موافقه‌لیک ترتیب کړي او په شپږو میاشتو کې به درې واړه هیوادونه پانګونه په‌کې پیل کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په وینا، د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان د استازو د تېرې اوونۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دا لوژستیک مرکز په هرات ولایت کې جوړ شي.

هغه وویل: "په هرات کې د یو ستر لوژستیکي مرکز پر جوړولو موافقه وشوه، یو ستر نړیوال لوژستیکي مرکز به انشاالله د درېیو هېوادونو په همکارۍ رامنځته کېږي، په دې (مرکز) کې به قزاقستان هم ونډه او پانګونه لري، ترکمنستان او موږ هم."

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر دا هم وویل چې روسیې چمتووالی ښودلی چې دې مرکز ته به ۵۰ میلیون ټنه نفتي مواد د جنوبي اسیا د هېوادونو په هدف واستوي.

له بلې خوا د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف پرون پنجشنبې پر پانګه‌والو غږ وکړ چې د ترانس افغان پروژې په ګډون د سترو سیمه‌ییزو پروژو په جوړولو کې ونډه واخلي.

د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، ضیایف دا خبره د تاشکند د پانګونې فورم ته په وینا کې وکړه.

ده وویل چې له بهرنیو شریکانو سره یې د چین، قرغیزستان-ازبکستان او د ازبکستان، افغانستان-پاکستان د رېللارو د جوړولو چارې یو ځای پیل کړې، دا ستراتیژیکې پروژې به د سیمې اقتصادي وضعیت زښت بدل کړي، منځنۍ اسیا به پر یوه داسي نړیوال ټرانزیټي مرکز واړوي چې شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ سره وصلوي.

هغه وايي، پانګه‌وال او نړیوال سازمانونه رابولي چې په دې سترو پروژو کې ګډون وکړي او په مدرنو بنیادونو د ورېښم ستره لاره احیا کړي.

د ترانس افغان نوی جوړېدونکی کوریډور یا دهلیز به اروپايي اتحادیه، روسیه، افغانستان، پاکستان، هند او د جنوبي اسیا نور هېوادونه له یو بل سره د رېللارې په وسیله ونښلوي.

د هرات-خواف رېللاره
د هرات-خواف رېللاره

په افغانستان کې دا رېللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلېږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له رېللار سره یوځای کېږي.

د ترانس افغان رېللارې په اړه لومړی پلا په ۲۰۱۸م کال د درېیو هېوادونو ترمنځ موافقه وشوه.

هماغه مهال د دې پروژې د جوړېدو لګښت، چې په وسیله یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه مال لېږدول کېږي، ۵ میلیارد ډالره اټکل شوی و، خو اوس ۷ میلیارد ډالره اټکلېږي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د دې پروژې لپاره به دومره پیسې څرنګه چمتو کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG