رسنۍ: په اوسلو غونډه کې د طالبانو پر ژمنو او کړکېچن وضعیت بحث کېږي

د اوسلو یوه څنډه

تمه ده روانه جون میاشت په اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

په پام کې ده په افغانستان کې ښکېل اړخونه او د لوېدیځو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي په روانه جون میاشت کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

پاکستانۍ The Nation ورځپاڼې نن په یوه راپور کې په افغانستان کې روان کړکېچن وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو له‌خوا د شویو ژمنو د عملي کېدو څېړنه په دې ناسته کې د بحث مهم ټکي بللي.

خو په راپور کې دا نه‌دي لیکل شوي چې کوم اړخونه او مشخصاً کوم هېوادونه به د دې غونډې ګډو‌نوال وي.

دا روښانه نه‌ده چې ایا دا ناسته د تېر په څېر د جګړو د مخنیوي او د کشالو د سوله‌ییز حل پر موضوعاتو د 'اوسلو فورم' د کلنۍ غونډې په چوکاټ کې جوړېږي او که بله کومه ځانګړي غونډه به وي، ځکه تر اوسه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم رسماً د دې غونډې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو حکومت مو په دې اړه وپوښت، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد وویل، معلومات نه‌ لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

بل لورته پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون لیکلي،په دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي، مېرمن کهر به د جون له ۱۳مې تر ۱۵مې د ناروې، سویډن او ډنمارک په رسمي سفر ولاړه شي، خو په یاده غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر

دا معلومه نه‌ده چې په دې غونډه کې به طالبانو ته د ګډون اجازه ورکړل شي او که نه، خو د تېر ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۳مه د 'اوسلو فورم' کلنۍ غونډې ته چې یو بحث یې افغانستان و، طالبان نه و بلل شوي.

خو له دې غونډې وړاندې د ۲۰۲۲ کال په جنوري میاشت کې په اوسلو کې د طالبانو، افغان فعالانو او د لوېدیځو هېوادونو استازو ترمنځ ناسته شوې وه.

هغه مهال غونډه کې د طالبانو د حکومت ۱۵ کسیز پلاوي د غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان د مدني ټولنې له غړیو، خبریالانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړې وې او وروسته یې بیا له لوېدیځو ډیپلوماتانو سره چې امریکايي استازي هم په کې شامل وو، بحثونه کړي وو.

بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې د راپورته شویو ستونزو لپاره د حللارې پیدا کول، د ټولشموله حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ سره مبارزه د دې غونډې د بحث مهم ټکي بلل شوي وو.

د طالبانو بیرغ

په افغانستان کې دننه او نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اوسني حکومت د تضاد او ټکر ټکي تر ډېره روښانه دي.

د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه، په دولتي جوړښت کې د ټولو افغان لوریو مشارکت، ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه منل شوي سیاسي نظام جوړښت هغه څه دي چې لا هم پرې خبرو پایله نه‌ده ورکړې.

هاخوا تمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د مې په ۲۱مه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په دې اړه نور: افغانستان په اړه د امنیت شورا جوړېدونکې غونډه؛ نسیبه: د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی

که څه هم د دې غونډې د منځپانګې په اړه ډېر جزییات روښانه نه‌دي، خو په دې سازمان کې د متحده‌ عربي اماراتو استازې لانا ذکي نسیبې تېره اوونۍ رسنیو ته وویل، د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو د حقونو د مسئلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه یو او واضح دریځ لري.