د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

يونېسف: د افغان ښځينه کارکوونکو په ګډون خپل کار ته دوام ورکوو


ارشيف: په افغانستان کې د يوې ادارې ښځينه کارکوونکې چې طالبانو له کاره منع کړي دي.
ارشيف: په افغانستان کې د يوې ادارې ښځينه کارکوونکې چې طالبانو له کاره منع کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونېسف استازی وايي، سره له دې چې طالبانو د دوی پر ښځينه کارکوونکو د کار بنديز لګولی، خو دوی د افغان ښځينه کارکوونکو په ګډون په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت له لوري د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو کورنيو او بهرنيو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بنديز پر خپل دی، يونېسف وايي د افغان ښځينه کارکوونکو په ګډون په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق استازي فران ايکويزا تېره ورځ په نيويارک کې خبريالانو ته وويل، لا له ګواښونو او خطرونو سره مخ دي او داسې پرېکړه نه‌کوي چې چاته خطر ولري، خو هغه د دغو ګواښونو په اړه ډېر مالومات ورنه‌کړل.

نوموړي ويلي: "غواړم ووايم چې په افغانستان کې د ملګروملتونو ټول ښځينه کارکوونکې پر کار بوختې دي. ځينې له کورونو، ځينې له دفتر او ځينې په سيمه کې کار کوي."

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د کار او زده‌کړو د بنديز پر وړاندې د افغان مېرمنو اعتراضونو ته په اشارې وويل: "چې هر څه وي، افغانې ښځې نه تسليمېږي."

هغه دغه شان ويل، اداره يې خپلو ښځينه کارکوونکو ته جدي پام کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېر ډسمبر میاشت کې په غیر دولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې او دغه راز د ملګرو ملتونو په ټولو اړوند ادارو کې د افغان ښځو په کار کلک بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه د ملګرو ملتونو په ګډون پر کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه او له طالبانو غوښتنه وشوه چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي، خو طالبانو دا د افغانستاتن کورنۍ ټولنيزه موضوع وبلله او وې ويل چې بايد ټول ورته احترام وکړي.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټېرېش د طالبانو دا پرېکړه د نه منلو وړ بللې او ټينګار يې کړی چې دا بنديز به په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو چارې کمزورې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش

د يونېسف استازي فران ايکويزا هم د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته د افغانستان بشري وضعيت ته په اشارې وويل، چې دا مهال په افغانستان کې له ۲۸ميليون زيات چې ۱۵ميليون يې ماشومان کېږي، عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.

هغه وویل چې د افغانستان په شان یو دودیز هېواد کې د بشري مرستو د رسولو په چارو کې د مېرمنو ونډه اړینه ده تر څو دوی مېرمنو او کورنیو ته مرستې ورسوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي، په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د اپرېل او جون مياشتو ترمنځ ۷۱۷ اعشاريه څلور ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

اوچا تېره ورځ پر خپل ټوېټر ليکلي، په افغانستان کې د پسرلي موسم د سېلابونو، ځمک‌ښويېدنې او ناروغيو د زياتوالي له پېښو سره مخ و، چې له امله يې په بې‌سارې ډول افغانان د خوړو د نه خونديتوب او د څښاک د پاکو اوبو له کمي سره مخ دي.

په ورته وخت کې د قطر لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ويلي، په افغانستان کې د ښځو حقونو ته په درناوي او دوی ته د زده‌کړو لپاره د زمينې په برابرولو يې ټينګار کړی دی.

نوموړي چې تېره ورځ يې په دوحه کې جرمني د بهرنيو چارو له وزيرې سره يو ځای په يو خبري غونډه خبرې کولې وويل: "په افغانستان کې مو په سياسي او امنيتي برخو کې پر وروستيو مهمو تحولاتو بحث وکړ، دغه شان د کورني بحران د مخنيوي په هدف له افغانانو سره د نړيوالو د مرستو د دوام په اړتيا ټينګار وکړو."

طالبانو پر افغانستان تر بياځلي واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګيو پورته د نجونو پر زده‌کړو بنديز ولګاوه، وروسته يې دوی پوهنتون ته له تګ او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې.

ياد وضعيت په دغه هېواد کې مېرمنو او په ټوله کې کورنيو ته پراخې اقتصادي ستونزې راپيدا کړې.

XS
SM
MD
LG