د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

طالبانو خپل حکومت ټولګډونه وباله


د طالبانو ځینې مشران
د طالبانو ځینې مشران

د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د خپل حکومت له جوړښت څخه دفاع وکړه.

د طالبانو د حکومت جګپوړي چارواکي ټینګار کوي چې حکومت یې ټولګډونه دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر پرون پنجشنبې په کابل کې د سپیدار په ماڼۍ کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، په حکومت کې یې د ټولو قومونو خلک شته.

خو نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې د ده په وینا له افغانستانه تښتېدلي، د منلو نه‌دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر

نوموړي وويل: "که د همه شمولیت معنا دا وي چې د افغانستان مختلف قومونه په حکومت کې وي، نو هغه زموږ په حکومت کې شته دي. که د همه شمولیت معنا دا وي چې د مختلفو ولایتونو، د مختلفو زونونو خلک په حکومت کې وي، هغه په دې حکومت کې شته. او که د همه شمولیت دا معنا وي چې یو څه مفسد عناصر چې په افغانستان کې د هستوګنې ځای هم نه‌لري تښتېدلي دي، هغه راشي دلته زموږ په حکومت کې شریک شي، نو هغوی خو نه زموږ ملت ته قابل د قبول دي او نه هم موږ ته د منلو دي."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې شل میاشتې وځي، خو سرپرست حکومت یې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل او بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی له طالبانو د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په کابل کې په پرونۍ غونډه کې د طالبانو د حکومت د جوړښت ننګه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

نوموړي وويل: "اکثره له موږه دا د افغان شموله حکومت غوښتنه کېږي، نوزه دا ورته وایم چې که د اشرف غني حکومت تاسې همه‌شموله بولئ او باله نو د سر کسان یې تللي دي، خو پنځه شپږ لکه مامورین په خپل ځای پاتې دي. که رییسان دي، که افسران دي، که مامورین دي، حتی اجیران او قراردادیان دي. نو که هغه افغان شموله و، خو ټول په خپل ځای پاتې دی. یو ملا او طالب او مجاهد په‌کې کم و، هغه هم ورګډ شو، لا ښه پسې افغان شموله شو. او که له افغان شموله مو هدف دا وي چې یو وزیر دې د فرانسې په فرمایش وي، بل دې د امریکا په فرمایش وي، بل دې د بریتانیې په فرمایش وي، دغه افغان شموله، خو موږ او تاسو کولای نه‌شو."

په عین حال کې د سیاسي چارو شنونکی او د جرمني په پوهنتون کې استاد محمد اسحق اتمر وایي، د ټولګډونه حکومت په اړه طالبان بل ډول نظر لري.

نوموړی وايي: "د طالبانو چارواکي فکر کوي چې که په حکومت کې یې د مختلفو ولایتونو او قومونو خلک وي، نو هغه ټولګډونه حکومت دی، یا دا چې د پخواني نظام هغه تکراري څېرې په حکومت کې شاملې شي، هغه د ټولګډونه حکومت په معنا ده، حال دا چې خبره داسې نه‌ده. ټولګډونه حکومت هغه حکومت ته وایي چې په هغه کې سیاسي تنوع وي او هغه د قانون په اساس او د خلکو په رایو جوړ شوی وي."

له طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه د غوښتنو په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې حسین امیرعبداللهیان ویلي، تهران د افغانستان اوسني واکمنان په رسمیت نه پېژني او په دې هېواد کې د یوه ټولګډونه حکومت پر اړتیا ټینګار کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان

تر دې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسن ویلي و، د دې لپاره چې د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي، طالبان باید لومړی په کور دننه مشروعیت ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسن
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسن

دغه راز تر دې مخکې د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د هند په ګوا ایالت کې د شانګهای د سازمان په غونډه کې په افغانستان کې د یوه داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG