د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

الکوزی: د باتر سوداګرۍ په تړاو لا تر اوسه پاکستان سره هوکړه نه ده شوې


د پاک افغان سوداګرۍ خونې مسوول خان جان الکوزی
د پاک افغان سوداګرۍ خونې مسوول خان جان الکوزی

وروسته له هغه چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې دوی به له افغانستان سره جنس په جنس یا بارتر سوداګري پیل کړي، د پاک-افغان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې دوی تر اوسه په دې برخه کې کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یو داسې میکانېزم به پلی کړي چې له مخې یې له افغانستان، ایران او روسیې سره په مشخصو سوداګریزو توکو کې د بارتر سوداګرۍ ته اجازه ورکړي.

خو د پاک-افغان د سوداګرۍ خونه وايي چې په دې اړه د طالبانو د حکومت او افغان سوداګرو له‌خوا کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

بارتر سوداګري د جنس په جنس تبادلې یو ډول دی، داسې چې د پیسو راکړه ورکړه په‌کې نه‌کېږي، خو د جنس پولي ارزښت په پام کې نیول کېږي.

د پاک افغان سوداګرۍ خونې مسوول خان جان الکوزی وايي، د پاکستان له‌خوا د بارتر سوداګرۍ موضوع څه موده وړاندې راپورته شوې وه، خو د ده په وینا تر اوسه په دې اړه هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

ښاغلی الکوزی وايي: "څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ګډې خونې هوکړه کړې وه چې پر ګډې تګلارې کار وکړي او پروتوکول لاسلیک کړي، خبرې مو وکړې، خو هوکړې ته ونه رسېدو. اسلامي امارت هم ویلي چې دا موضوع دې اوس وي."

الکوزی وايي، د بارتر سوداګري معمولاً د مشترک‌المنافع هېوادونو ترمنځ کېږي او دا مهال دا ډول سوداګري د پاکستان په ګټه ده، ځکه د ده په خبره پاکستان دا مهال له پولي او بانکي ستونزو سره مخ دی.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد هم ازادي راډيو ته وویل، له پاکستان سره د جنس په جنس سوداګرۍ د جزییاتو په اړه غونډه شوې ده، خو د نوموړي په خبره هم، دا موضوع لا وروستۍ شوې نه‌ده.

په همدې حال کې د افغانستان د مېوو او سبزیو د ټولنې مشر حاجي امید حیدري وايي، له پاکستان سره بارتر سوداګري د افغانستان په ګټه نه‌ده او پاکستان ته د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله کم دي.

نوموړی وايي: "دې مسئله کې زه ګټه نه وینم، ځکه چې زموږ صادرات ۶۰ تر ۷۰ سلنه پاکستان ته دي او واردات مو کم دي. مونږ د صادراتو په بدل کې که جنس او یا خپلې پیسې راوړو، په دې سره به زموږ سوداګري محدوده شي."

حیدري وايي، تېر کال پاکستان ته د مېوو او نورو توکو سوداګري د سوداګرو په ګټه نه وه او اوس یې له هند سره سوداګري پیل کړې ده.

ارشیف: په سوداګریزو توکو بار دغه موټر د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ننوځي.
ارشیف: په سوداګریزو توکو بار دغه موټر د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ننوځي.

د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي ډاکتر مخلص احمد هم ازادي راډیو ته وویل، بارتر د سوداګرۍ یو پخوانی ډول دی او اوس د بانکونو په شتون کې ورته اړتیا نه‌شته.

هغه دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې توازن موجود نه‌دی.

احمد وويل: "په بارتر تجارت کې توازن نه‌شته، ډېری جنسونه چې موږ یې واردوو د افغان سوداګرو دي او ډېری جنس چې موږ پاکستان ته پلورو هغه هم د افغان سوداګرو دي، پاکستاني سوداګر د ټرانزیټ نه پرته په نورو برخو کې ډېر ښکېل نه‌دي."

د اقتصادي چارو پوه شاکر یعقوبي بیا وايي، پاکستان د اقتصادي ناورین د مدیریت او په هغه هېواد کې د انفلاسیون د کچې د کنټرول په هدف بارتر سوداګرۍ ته زیاته لېوالتیا ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې او د دغو صادراتي توکو ډېره برخه سکاره، تېل، سبزیجات او مېوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG