د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

ایراني چارواکي د هلمند اوبو کې د خپلې حقابې په ترلاسه کولو ټینګار کوي


د هلمند سیند
د هلمند سیند

ایراني چارواکو ویلي، د هیرمند یا هلمند د معاهدې عملي کولو ته ژمن دي او خپله حقابه به ترلاسه کړي.

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان وایي، د اوبو د تامین لپاره یې سنجول شوي ګامونه اخیستي او د حقابې تر اصوله پورې به مخته ځي.

محرابیان د هلمند معاهدې په اړه پرون یو بیان ورکړی.

هغه ویلي، د دې معاهدې په اساس د ایران د حقابې د ترلاسه کولو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې د خپل ولسمشر ځانګړی هدایت تعقیبوي.

د ایران د انرژۍ د وزیر خبرې ایراني رسنیو او د انرژۍ وزارت سه‌شنبه وروسته تر هغه خپرې کړې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي همدا یکشنبه په دې اړه د کابینې په ځانګړې ناسته کې خبرې کړې وې.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

ابراهیم رییسي د ایران د بهرنیو چارو او انرژۍ وزیرانو ته د کابینې په دې غونډه کې ویلي: "له هیرمنده د ایران حقابه یوه مهمه موضوع ده او باید په جدي توګه تعقیب شي."

د ایران د انرژۍ وزیر د سه‌شنبې په ورځ دا ادعا هم کړې چې د طالبانو دولت د هلمند معاهدې بشپړ تطبیق ته ژمن دی.

اخوا د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې څو واره د حقابې د کمېدو په اړه شکایتونه کړي د سه‌شنبې په ورځ د ایران له دولتي تلوېزیون سره خپل دریځ بیا تکرار کړ.

نوموړي ويلي: "کومې اوبه چې له افغانستانه زموږ خاورې ته را رسېدلي له ۲۷ میلیون متر مکعبو څخه زیاتې نه وې. دا اوبه هم څو واره چې په نوبت وار شکل چې اوبه خوشې شوې وې موږ ته را رسېدلي. د اوبو دا اندازه له هغو سره ځمکه او اسمان فرق لري چې په معاهدې کې يې یادونه شوې ده."

کاظمي قمي ادعا لري چې د هلمند د معاهدې په اساس باید دوی ته د کال ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړل شي.

په وروستیو کلونو کې د پرله پسې وچکالیو له امله نه یوازې د هلمند بلکې د افغانستان د اکثرو سیندیزو حوزو اوبه ډېرې کمې شوي.
په وروستیو کلونو کې د پرله پسې وچکالیو له امله نه یوازې د هلمند بلکې د افغانستان د اکثرو سیندیزو حوزو اوبه ډېرې کمې شوي.

د ایران د انرژۍ د وزیر علي اکبر محرابیان د وروستیو څرګندونو په تړاو چې طالبانو څه ډول ژمنې ورسره کړي یا ایران د خپلې حقابې د ترلاسه کولو لپاره څه ډول سنجول شوي ګامونه اخلي څه نه‌دي ویلي.

خو مخکې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع‌الله عابد رسنیو ته ویلي چې د ایران حقابه تامین شوې ده.

نوموړي ويلي: "د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې موږ د هلمند له سینده د ایران حقابه ادا کړې او په راتلونکي کې هم د دغه تړون له مخې د حق آبې د ورکړې ژمنه کوو."

د هلمند یا هیرمند د اوبو معاهده د ۱۳۵۱ کال په کب میاشت یا ۱۹۷۳ میلادي کال کې د افغانستان د هغه وخت د صدراعظم موسی شفیق او د ایران د صدراعظم امیر عباس هویدا تر منځ لاسلیک شوې وه.

په دې معاهده کې راغلي چې افغانستان د ایران حقابې ته په پام د هلمند د اوبو د هر ډول کارولو صلاحیت لري.

همدارنګه یادونه شوې چې په یوه نورماله او له اوبو ډک کال کې چې د هلمند د سیندیزې حوزه اوبه شپږ نیم میلیارده متر مکعبو ته رسېږي ایران د ۸۲۰ میلیون مکعبه اوبو حقابه لري.

حال دا چې په وروستیو کلونو کې د پرله پسې وچکالیو له امله نه یوازې د هلمند بلکې د افغانستان د اکثرو سیندیزو حوزو اوبه ډېرې کمې شوي.

د افغانستان د مخ په ځوړ اقتصاد او روان ناورین یو لوی لامل پرله‌پسې وچکالۍ او د کرکیلو لپاره د اوبو کمښت هم یادېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG