د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټينګار وشو


په دې غونډه کې چې د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټې کې پرون ترسره شوه د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې چې د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټې کې پرون ترسره شوه د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه.

په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخه‌والو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.

په دې غونډه کې چې د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټې کې پرون ترسره شوه د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه.

د اروپایي ټولنې استازیتوب د اروپایي شورا مشر چارلیس میچل وکړ.

د دې سرمشریزې برخه‌والو د افغانستان د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمن دي.

د قرغزستان په چوپان عطا کې، چې د دغه هېواد په شمال کې یو استراحت‌ځای دی، د غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دوی له نړیوالو قوانینو او له نړیوالو پېژندل شویو اصولو سره سم له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې هڅې ستایي.

يادو مشرانو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

دوی د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د غونډې برخه‌والو په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او د بشري حقونو په برخه کې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

تېره اوونۍ پنجشنبه او جمعه د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا د ځانګړیو استازیو غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وشوه.

هغه وخت د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې غوښتنه کړې وه چې له افغانستان سره دې نور هېوادونه خپل اړیکې ښه کړي او د افغانستان په کورنیو مسایلو کې دې مداخله نه‌کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا د اروپایي ټولنې د مشرانو او د منځنۍ اسیا د مشرانو دویمه غونډه ده.

تېره یوه پروسږ کال د اکتوبر په ۲۷مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې شوې وه هغه وخت هم د غونډې برخه‌والو د افغانستان ثبات او امنیت ته اندېښنه څرګنده کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG