ډونالد ټرمپ د ریاض سرمشریزې په څنډه کې اشرف غني سره لیدلي

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ په ریاض کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.

په دې اړه له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر د ترورېزم په وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان حکومت او افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي.

په خبرپاڼه کې دغه‌شان راغلي چې ډونالد ټرمپ د اصلاحاتو برخه کې هم د افغان حکومت د کوښښونو ستاینه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دواړو ولسمشرانو د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه د نړیوال کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي دي.

په دغه کنفرانس کې د ۵۴ اسلامي او نورو هېوادونو مشرانو او استازو برخه اخیستې.