د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

اشرف غني ترورېزم سره مبارزې کنفرانس کې ګډون لپاره سعودي ته ځي


ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني له ترورېزم سره د مبارزې نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف سبا ریاض ته سفر وکړي.

ولسمشر اشرف غني به په یاد کنفرانس کې د ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې پر لارو چارو او سیمه ییزې اجماع ټینګار او تمرکز وکړي.

يوې معتبرې حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني به په دغه مهم کنفرانس کې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په کې ګډون کوي هڅه به وکړي چې نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې ترورېزم يوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې نړۍ يو خطر دی.

بلخوا د ولسمشر غني رسنیز سلاکار نبي مصداق ازادي راډیو ته وویل چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لري ځکه چې د ده په خبره دغه هېواد کولای شي پاکستان په دې برخه کې همکارۍ ته اړ کړي.

نبي مصداق.
نبي مصداق.

نوموړي زیاته کړه:

"سعودي له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان ستراتيژيک ملګری دی او موږ هیله لرو چې په دغه کنفرانس کې پاکستان ته يو ښکاره پيغام ورکړي څو له تاوتریخوالي لاس واخلي."

انډيا ټودې ورځپاڼې خبر ورکړی چې دغه کنفرانس به د شنبې او يکشنبې په ورځو کې د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې ترسره شي او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په ګډون به د لسګونو اسلامي هېوادونو مشران به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

په کابل کې د سعودي شارژدافیر د سې شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني سره د لېدنې پر مهال نوموړي ته د سعودي د پاچا سلمان بن عبد العزیز لخوا په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنلیک ورکړی وو.

انډیا ټوډې ورځپاڼه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به هم په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

د ورځپاڼې په خبره ولسمشر ټرمپ به اسلامي نړۍ ته په وینا کې د داعش او په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر اغېزمنې مبارزې څرګندونې وکړي.

د يو شمېر راپورونو له مخې سعودي عربستان هغه هېواد دی چې د طالبانو پر ډلې زیات نفوذ لري او د پاکستان ترڅنګ يې د طالبانو د حاکمیت رژیم هم په رسمیت پېژندلی و.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې که ولسمشر محمد اشرف غني د کره شواهدو او اسنادو سره په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي نو د سعودي عربستان په ګډون به د دغه کنفرانس د ټولو ګډونکو هېوادونو قناعت ترلاسه کړي.

فیض محمد ځلاند.
فیض محمد ځلاند.

له ډلې يې فیض محمد ځلاند ازادي راډیو ته وویل:

"که چېرې ولسشمر اشرف غني له ځانه سره کره اسناد او شواهد يوسي، څو د دغه کنفرانس غړي هېوادونه وهڅوي چې پر پاکستان باندې بندیزونه وضع کړي او پاکستان دېته اړ کړي چې په افغانستان کې له لاسوهنې لاس واخلي او په ټوله کې پاکستان دېته اماده کړي چې په افغانستان کې سولې او ټیکاو د ټينګښت لپاره رښتیني همکارۍ ته اړ کړي."

ښاغلی ځلاند وايي،که چېرې سعودي عربستان له افغانستان سره رښتیني همکاري وکړي نو کولای شي چې پر پاکستان فشار راوړي څو په افغانستان له خپلو لاسوهنو لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګامونه واخلي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG