د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

ملي ارمان: غني دې خپلې نا ویلې خبرې د سعودي پاچا ته ووايي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سعودي په پایتخت ریاض کې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، یو شمېر خلکو له دوی سره په اړیکو کې دا غوښتي چې ولسمشر غني باید په دغه ناسته کې د اسلامي حکومتونو مشران، داعش سره د سعودي عربستان او قطر له مرستې خبر کړي.

د مطلب لیکونکي دا هم لیکلي چې دوی غوښتي چې ولسمشر غني باید له دغه فرصته ګټه واخلي او خپلې نا ویلې خبرې د سعودي پاچا ته ووايي.

په مطلب کې راغلي، د ولسي جرګې یو غړي ویلي چې داعش تروریستي ډله په افغانستان کې د سعودي او قطر په مالي مرسته د افغانستان شمال ته استول شوې چې د دغه هېواد شمالي ولایتونه په دوهمه سوریه بدل کړي.

د مطلب لیکوال لیکلي چې تردې مخکې د بلخ والي عطا محمد نور هم په یادو سیمو کې د داعش ډلې د پراخو فعالیتونو او نا امنۍ خبرې کړې وې.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سر مقاله کې همدا موضوع راخیستې ده.

هېواد لیکلي چې په اوسنیو حالاتو کې دا غونډه ډېر اهمیت لري، د سرمقاله لیکونکي په باور له یوې خوا د ترهګرۍ ضد د ګډې مبارزې لپاره د اجماع په راټولېدو ټینګار کېږي او له بلې خوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې د نوې او اغېزمنې مبارزې شدت بیانېږي.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر ټرمپ به په دې برخه کې کنفرانس ته وینا وکړي او د هغه وینا به د نړۍ لپاره ډېره د پام وړ وي، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د ملاتړکوونکو او د دې پدېدې تر ناوړه اغېز لاندې هېوادونو لپاره.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې دغه دوه ورځني کنفرانس ته به ولسمشر غني هم وینا وکړي چې په ترڅ کې به یې د ترهګرۍ خطرونه بیان او د دغې پدیدې ملاتړي هم افشا کړي.

اصلاح ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، دا کنفرانس باید د سیمې اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو ته دا پیغام ورسوي چې له ترهګرو څخه ملاتړ ونه کړي او دا چې له ترورېزمه ملاتړ او استفاده د سیاسي ابزارو په توګه د هېچا په ګټه نه ده او باید ورڅخه لاس واخېستل شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې سعودي عربستان باید په دغه کنفرانس کې له پاکستاني مشرانو هم وغواړي چې تردې زیات د افغانستان د خرابۍ په فکر کې نه وي او نور دې په دغه هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د غځولو هڅه هم نه کوي.

XS
SM
MD
LG