د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

اشرف غني، ټرمپ او۵۰ هېوادونو مشران سعودي کنفرانس کې پر ترورېزم بحث کوي


سعودي عربستان راتلونکې اوونۍ له ترورېزم سره د مبارزې د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب کوي.

تمه ده چې په دې کنفرانس کې چې سعودي ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سفر پر مهال جوړېږي د پنځوسو اسلامي هېوادونو مشران ګډون وکړي.

ولسمشر غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف.
ولسمشر غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف.

تمه ده چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په ګډون د لسګونو اسلامي هېوادونو مشران راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې د ترورېزم په اړه په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.

انډیا ټوډي ورځپاڼې ویلي چې دا کنفرانس د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو په ریاض کې جوړېږي.

په کابل کې د سعودي شارژدافیر د سې شنبې په ورځ ولسمشر غني ته د سعودي د پاچا سلمان بن عبد العزیز بلنه ورکړه.

خو د ارګ یوې سرچینې د پنجشنبې په روځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني تر اوسه د ریاض په کنفرانس کې د کډون پرېکړه نه ده کړې.

انډیا ټوډي ورځپاڼه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به هم په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

ولسمشر ټرمپ.
ولسمشر ټرمپ.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر ټرمپ به دې کنفرانس ته د داعش او په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځي پر ضد مبارزې په اړه څرګندونې وکړي.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط دغې هندۍ ورځپاڼې ته ویلي د ریاض په کنفرانس کې به په افغانستان او پاکستان او د نړی په دغې برخه کې سخت دریځي د یوه جدي او لوی بحث په توګه مطرح شي.

تر اوسه سعودي چارواکو دا نه ده تائید کړې چې ایا ولسمشر ټرمپ به له خپل افغان سیال محمد اشرف غني او یا د پاکستان له صدراعظم سره جلا کتنه ولري او کنه.

انډیا ټوډي ورځپاڼې ویلي د سخت دریځۍ موضوع به د ناټو تړون په راتلونکې غونډه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کډون په ترڅ کې هم مطرح شي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې پنجشنبې د ناټو د غړو هېوادونو مشران په برکسل کې راغونډ شي.

XS
SM
MD
LG