د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

امریکا او سعودي د څه د پاسه ۳۵۰ میلیارده ډالرو موافقې لاسلیک کړې


د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان د څه د پاسه درې نیم سوه میلیارده ډالرو سوداګریزې موافقې لاسلیک کړې.

دا موافقې ریاض ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سفر په جریان کې چې سعودي او امریکا تاریخي بللې دي، لاسلیک شوې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون ماښام په ریاض کې له خپل سعودي سیال عادل‌الجبیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د دې موافقو په لړ کې ۱۰۹ میلیارده ډالر په پوځي او دفاعي برخه کې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

دی وايي:

"موږ نن د ۲۳ بهرنیو پانګونو جوازونه اعلان کړل چې د ۳۵۰ میلیارده ډالرو مستقیمې تاریخي پانګونې سره تړلې دي. له دې څخه یو سل او نهه میلیارده ډالره موافقه زموږ د سعودي شریکانو د امنیت د ټینګښت لپاره د وسلو پلورل دی."

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د ډونالد ټرمپ دا سفر د واشنګټن او ریاض تر منځ اړیکو کې د بدلون یوه نقطه وبلله.

عادل‌الجبیر وویل، سعودي او امریکا د ستراتیژیک لیدلوري اعلامیه هم لاسلیک کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترورېزم او خونړۍ سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې برخه کې د همکارۍ لپاره اساس جوړوي.

د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو وویل، دا موافقې به په یوې لسیزه کې عملي کېږي او سلګونه زره کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

له ایران سره د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې نېږدېوالي له سعودي سره د واشنګټن اړیکې سړې کړې وې.

خو ډونالد ټرمپ سعودي ته د خپل سفر لومړۍ ورځ ډېره عالي بللې ده او ویلي یې دي چې په امریکا کې به سلګونه میلیارده ډالر پانګونه وشي او درې ځله‌یې تکرار کړه چې دا پانګونه به د کار زمینه برابره کړي.

د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز ویلي، د ټرمپ دا سفر به د امریکا او سعودي عربستان ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې او نړۍ له امنیت سره به همکاري وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر به له سعودي وروسته اسرائیل او واتیکان ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG