د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

مینه پال: ولسمشر به سعودي کنفرانس کې د ترورېزم ادرسونو ته اشاره وکړي


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني به له ترورېزم سره د مبارزې په سر مشریزه کې د دغې پدیدې پر ټولو اړخونو خبرې وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د ترورېزم سره د مبارزې سر مشریزه له یادې پدیدې سره د مبارزې د څرنګوالي په برخه کې مهمه ګڼي وايي چې ولسمشرغني به په دې غونډه کې د هغو ادرسونو نومونه هم واخلي چې ترورېزم پالي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په یاده غونډه کې به د افغان پلاوي ټینګار پر دې وي چې ترورېزم یوازې افغانستان ته نه بلکې اسلامي هېوادونو او ټولې نړی ته خطر دی.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترورېزم پر ټولو اړخونو خبرې کېږي په دې کې شک نشته چې هغو ادرسونو ته به هم اشاره کېږي چې هلته ترورېزم شته، د ترورېزم پټنځایونه لري او روزي یې او په ټوله کې دا چې دا خطر د سیمې او نړی په کچه دی."

نوموړی وايي، ښاغلی غني د شنبې او یکشنبې په ورځو په دې سفر کې د اصلي سرمشریزې تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم ګوري.

د ترورېزم سره د مبارزې په دې غونډه کې د ۵۴ اسلامي هېوادونو د مشرانو تر څنګ د هغو هېوادونو مشران هم ګډون کوي چې له دغې پدیدې سره په مبارزه بوخت دي.

تر دې دمخه د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه بل ویاند نجیب ازاد ازادي راډيو ته ویلي چې ښاغلی غني به د دغه کنفرانس په څنډه کې د امریکاد ولسمشر ډونالد ټرمپ، د سعودي عربستان له پاچا او ګڼو نورو ولسمشرانو سره هم خبرې اترې ولري.

د ولسي جرګې ځينې غړي دا غونډه او د ولسمشر محمد اشرف غني سفر مهم ګڼي وايي چې په دې غونډه کې د افغان پلاوي ګډون به بې اغیزې نه وي.

د دغې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل افغان پلاوي ته ښايي چې د تشریفاتو پر ځای تر ډېره په حقایقو وغږېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرته دوی د یوې ښې اجنډا او پلان سره ولاړ شي او وکولای شي چې د دغو هېوادونو پاملرنه افغانستان ته راوړوي، نو فکر کېږي چې دا په خپله یوه لاسته راوړنه ده اوحل لار هم همدا ده چې د افغانستان او سیمې وضعیت په دا ډول کنفرانسونو کې واضح او بیان شي."

له دې سره ښاغلی صالح وايي چې په دې غونډه کې باید د افغانستان د سولې پر بهیر هم ټینګار وشي ځکه سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تاوتریخوالي په کمولو کې ډېر څه کولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG