د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

کابل چاپ ورځپاڼو د هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضیعت او دغه شان د ریاض په کنفرانس کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼه کې د بلخ د والي عطا محمد نور څرګندونې راخیستي چې ویلي، که دولت پاملرنه ونه کړي، د افغانستان شمال به په سوریه بدل شي.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي نور ویلي، حکومت د هغو مخالفینو په وړاندې چې په شمال کې خلک وژني هېڅ پلان او پروګرام نه لري.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي، که زه په جګړه کې مداخله کوم وايي چې خپل سري کارونه کوي، خو دغه وضعیت موږ ته د قبول وړ نه دی.

د مطلب لیکوال لیکلي چې د بلخ والي ویلي، طالبان څلور ډلې شوي، داعش ډله په شمال کې ده، سپین بیرغونه تور شوي دي، نیابتي جګړه روانه او زموږ په زرګونه خلک قرباني کېږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په ریاض کې جوړېدونکي کنفرانس کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه لیکلی دي.

په سرمقاله کې راغلي چې دغه کنفرانس ډېر مهم او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به هم په کې ګډون کوي.

په سرمقاله کې راغلي چې په دغه کنفرانس کې به ولسمشر غني د موضوع په اړه څرګندونې کوي او امریکا به هم د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل پلان اعلانوي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل څرګندونې راخیستي چې ویلي، په ملي امنیت شورا کې پېچلي وضیعت د تصمیم نیونې بهیر پڅ کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي نبیل له یوې تصویري رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، ولسمشر او اجرائیه رئیس باید، د ملي امنیت شورا له دریځ، د دندو د لایحې او صلاحیتونو څخه یو څرګند تعریف ولري.

ده ویلي، د دې پر ځای چې امنیت شورا ګټوره تمامه شي فضا یې پېجلې کړې او د تصمیم نیونې بهیر یې هم پڅ کړی دی.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې ښاغلي نبیل ویلي، د ولسمشر له خوا د واک انحصار، د موازي ادارو جوړېدل او دغه شان د دولتي بنسټونو سیاسي کول حکومت د ستونزو په هواري کې پاتې راوستی دی.

XS
SM
MD
LG