ټرمپ: د اسلامي هېوادونو مشران دې ترورېستان له عبادت‎ځایونو وشړي

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د ترورېزم پر ضد جګړه د لوېدیځ او اسلام جګړه نه بلکې د خیر او شر مبارزه ده.

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په یوه وینا کې ښاغلي ټرمپ د ترورېستي ډلو پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه وکړه.

دا وینا سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر د دوه ورځني سفر مهمه برخه وه.

ښاغلي ټرمپ د ولسمشر اشرف غني په ګډون د څه باندې ۵۰ اسلامي هېوادونو مشرانو ته په وینا کې تینګار وکړ چې د ترورېزم تر ټولو زیاتې قربانۍ په خپله مسلمانانو ورکړې دي خو زیاته‌یې کړه چې یو شمېر اسلامي هېوادونو د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې خورا مهمه ونډه اخیستې.

ده په خاص ډول د افغانستان د ملي، دفاعي ځواکونو یادونه وکړه چې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې برخه کې یې قربانۍ ورکړې دي.

ولسمشر ټرمپ وویل، موږ دلته د ویناوو او دې ویلو لپاره نه‌یو راغونډ شوي چې خلک دې کوم ډول عبادت وکړي یا دا کار دې وکړي او هغه دې نه‌کوي، بلکې د ګډو ګټو او ارزښتونو پر بنسټ د یووالي له پیغام سره راغلي یو.

ښاغلي ټرمپ د اسلامي نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د ترورېستي ډلو پر ضد قهرجنه مبارزه وکړي او ترورېستان دې له عبادت‎ځایونو څخه وشړي.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا او اسلامي هېوادونه به لکه څنګه چې د ترورېستانو پر ضد جګړه کوي، د دې ډلو د مالي سرچینو د وچولو هڅو ته هم دوام ورکړي.

ده د هغه مرکز د جوړېدو خبر هم ورکړ چې د ترورېستي ډلو د مالي سرچینو د له‌منځه وړلو په برخه کې به کار کوي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"څرنګه چې موږ ترورېستي ډلې پر قلمرونو او خلکو ولکې ته نه‌پرېږدو، همداسې مالي سرچینو ته د هغو د لاسرسي مخنیوی هم باید وکړو. خوشاله یم چې دلته حاضر مشران هغه موافقه لاسلیکوي چې د ترورېزم د مالي سرچینو مخه نیسي او نوم‌یې د ترورېستانو د مالي سرچینو د له‌منځه وړلو مرکز دی."

ښاغلي ټرمپ وویل، د دې مرکز مشري به متحده ایالات او سعودي عربستان په ګډه کوي او اسلامي هېوادونه‌ به‌یې غړي وي.

افغان حکومت هیله ښودلې چې د ریاض د غونډې پرېکړې به له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې ګټورې تمامې شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال پرون ازادي راډيو ته وویل چې ترورېزم سیمې او نړۍ ته ګواښ کوي او پر ضد یې مبارزه د ټولو اسلامي هېوادونو مسؤلیت دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله وینا کې په سیمه کې د ناامنیو د پراختیا په خاطر پر ایران هم سخت انتقاد وکړ.

د ده له وینا مخکې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان هم وویل، د ایران رژیم د نړیوال تروریزم په رأس کې دی.


غږیز راپور یې دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د تکل راپور