افغان دولت: د ریاض غونډې پرېکړې کولای شي د سیمې او هېواد ستونزې حل کړي

افغان حکومت په سعودي کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس پایلو ته خورا خوشبینه دی وايي چې د ترهګرۍ د له‎منځه وړلو لپاره باید ټول اسلامي هېوادونه خپل مسؤلیت ادا کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ریاض کې د اسلامي کنفرانس پرېکړې کولای شي د سیمې او افغانستان ستونزې هوارې او د ترورېزم سره د مبارزې برخه کې ګټورې تمامې شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

نوموړی وايي:

"د ترورېزم تهدید اوس‌مهال یوازې د افغانستان نه‎دی دا د سیمې او نړۍ په کچه دی، باید له دې تهدید سره مبارزه وشي او اړتیا ده چې هغه پرېکړې چې په دې اړه په دې کنفرانس کې کېږي عملي بڼه غوره کړي."

د سعودي عربستان په کوربه‌توب د ترورېزم سره د مبارزې په دې کنفرانس کې د ۵۴ اسلامي هېوادونو د مشرانو تر څنګ د هغو هېوادونو مشران هم ګډون کوي چې له دغې پدیدې سره په مبارزه بوخت دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دغه کنفرانس کې د ګډون په هدف ریاض ته رسېدلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر غني به په دې غونډه کې د هغو ادرسونو نومونه هم واخلي چې ترورېزم پالي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي وو چې په یاده غونډه کې به د افغان پلاوي ټینګار پر دې وي چې ترورېزم یوازې افغانستان ته نه بلکې اسلامي هېوادونو او ټولې نړۍ ته خطر دی.

هغه څه چې پخوا هم افغان چارواکو په وار-وار په دې اړه ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه هم دا کنفرانس د ترورېزم سره د مبارزې په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره خورا مهم ګڼي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې او له ترورېزم څخه د دوی د ملاتړ په تړاو افغان ولسمشر دغه کنفرانس ته د پوره شواهدو سره تللی دی.

احمدزی: افغان ولسمشر ریاض کنفرانس ته د پوره شواهدو سره تللی.

نوموړی وايي:

"زموږ ولسمشر له پوره شواهدو سره تللی دی، دا به د ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي هلته خبرې وکړي او د حل یوه لاره به ورته پیدا کړي."

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا که څه هم دا کنفرانس ګټور ګڼي خو وايي چې ګډون کوونکي هېوادونه‌يې باید د پرېکړو د عملي کولو لپاره رښتینی واوسي.

له دې ډلې سید خالد سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"له یو شمېر هېوادونو نه چې هغه د ترورېزم ملاتړ کوونکي او رامنځته کوونکي واوسي له هغوی څخه د خیر تمه کول زما په نظر سمه خبره نه‎ده، خو بیا هم په دې کنفرانس کې د ولسمشر ګډون په دې معنی دی چې افغانستان اوس هم د نړۍ او اسلامي هېوادونو له پامه نه‎دی غورځېدلی."

ښاغلی سادات وايي، افغان دولت باید له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره ټولې هغه ستونزې چې په افغانستان کې د افراطیت له امله رامنځته شوي په ډاګه کړي.

دی وايي، افغان ولسمشر باید د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د ګاونډي هېواد پاکستان د لاسوهنو او له ترورېزمه د ملاتړ په برخه ځانګړي بحثونه وکړي او په دې برخه کې ټول حقایق روښانه کړي.

خو ولیدل شي چې د یاد کنفرانس ګډون کوونکي هېوادونه په ځانګړي ډول سعودي په افغانستان کې د ترورېزم د ځپلو په ځانګړي ډول د دغه هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره د هغو ښو او بدو اړیکو له مخې چې لري یې څه پرېکړو ته رسېږي؟

راپور: اکرام‌الله اکرام