د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماین پاکانو شمېر ۹۰ سلنه راکم شوی


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ماین پاکانو شمېر ۹۰ سلنه کم شوی دی.

اوچا په خپل وروستي راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، لا هم د افغانستان زیات شمېر سیمې په ماینونو ککړې دي، خو د نړیوالو لخوا د بودجې د کمښت له امله د ماین پاکانو شمېر کې د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله دا کموالی راغلی دی.

بلخوا د چاودېدونکو توکو او ماینونو د ځینو قربانیانو کورنۍ او په ماینونو د ککړو سیمو اوسېدونکي وايي، لا یې هم دا خطر ژوند ګواښي او د ماین پاکۍ د موسسو او ماین پاکانو د فعالیت د پراختیا غوښتونکي دي.

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ۱۱ کلن صادق خان ورور، پیرمحمد شینواری و.

صادق خان، هغه ماشوم چې کابو شپږ میاشتې مخکې د دې ولسوالۍ په ده بالا سیمه کې د لوبو پر مهال له جګړو د پاتې شوې ناچاوده مرمۍ په چاودنه کې په لاس ټپي شو.

پیرمحمد ازادي راډیو ته وویل چې لا د دوی سیمه په بشپړه توګه له جګړو د پاتې شونو ناچاودو توکو او ماینونو پاکه نه ده او خلک له شدیدو خطرونو سره مخ دي:

" زموږ کلي کې د دې وروستیو شپږ اوو کلونو جګړو نه پاتې ماینونو له امله ډېری خلک له خطرونو سره مخ دي. هېڅ څوک په ازاده توګه ګرځېدای نه شي. باید دا موسسې خپل فعالیتونه دومداره وساتي، چې دا خطرونه له منځه ولاړ شي او خلک په ارامه ژوند وکړي."

یوازې د افغانستان ختیځ نه، بلکې د ځینو جنوبي ولایتونو اوسېدونکي هم د ماینونو او له جګړو پاتې ناچاوده توکو د پراخو ګواښونو له امله وېره او شکایت لري.

له دې ډلې د زابل ولایت اوسېدونکی او یو ماین پاک عبدالله عابد ازادي راډیو ته وویل:

"موږ خو دې وروستیو کې کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې کار کړی چې په دې ټولو کې ماینونه شته. دلته ډېری په لاس جوړ شوي ماینونه په ډبو یا بوشکو کې دي. دا په وروستیو جګړو کې ان د خلکو کرنیزو ځمکو او لارو کې کرل شوي. دا حالت خلک ډېر ګواښي. د خلکو د ورځنیو چارو، ان د کرنیزو کارونو، مخه یې نیولې ده."

دا خلک داسې مهال په خپلو سیمو کې د ماینونو او له جګړو د پاتې شونو ناچاودو توکو د ګواښونو له امله اندېښنه څرګندوي او د ماین پاکانو د کمښت له امله شکایتونه کوي، چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل راپور کې ویلي، دا مهال د نړیوالو لخوا د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ماین پاکانو شمېر کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی.

اوچا په خپل دې راپور کې چې د جولای په ۲مه یې پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپور کړی، ویلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې، یعنې په ۲۰۱۱ کال کې په ټول افغانستان کې ۱۵ زره ماین پاکانو کار کاوه، خو اوس دا شمېر د بودجې د کمښت له امله ۱۵۰۰ ته راټیټ شوی دی. د ماین پاکانو له ۳۰۰ ټیمونو، د روان کال تر اپرېل میاشتې، ۱۷۶ ټیمونه پاتې دي، او په ټکو یې د بېړنۍ مالي مرستې پرته به دا شمېر نور هم راکم شي.

اوچا وایي، چې د بودجې کمښت په شدیده توګه د ماینونو د پاکولو فعالیتونه اغېزمن کړي او په ټکو یې که د همدې میاشتې، د جولای تر لومړۍ نېټې، بېړنۍ اضافي بودجه ورنه کړل شي، په ماینونو ککړو سیمو ته به د بشرپالو بنسټونو لاسرسی ختم شي، او له دوامدار څار پرته به د پاکو شویو او ککړو سیمو د مدیریت اړوند ګډوډي د ماینونو پر وړاندې د مبارزې خنډونه نور هم زیات کړي.

د ماین پاکۍ یو شمېر موسسې هم وايي، د روان کال له پیله یې د کافي بودجې نه لرلو له امله، د افغانستان په ګڼو سیمو کې فعالیتونه درېدلي دي.

له دې ډلې، په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو مرکز (ام ډي سي) مشر شهاب حکیمي ازادي راډیو ته وویل:

"د اوسنیو روانو نړیوالو کړکېچونو له امله، نه یوازې ماین پاکۍ، بلکې نورې برخې هم اغېزمنې شوې دي. ماین پاکي هم مستثنی نه ده. واقعاً ۹۰ سلنه کارونه په ټپه ولاړ دي. زموږ د موسسې، څو نورو افغان موسسو او یو دوو نړیوالو موسسو کارونه په ټپه ولاړ دي. وړې وړې پروژې شته، چې هغه هم په میاشت یا دوه میاشتې وروسته ختمېږي او صفر ته رسېږي."

د اوچا راپور وایي چې په افغانستان کې، په ماینونو د ککړو سیمو د پاکولو په برخه کې له زیاتو هڅو سربېره، دغه هېواد لا هم د نړۍ په ماینونو له ککړو هېوادونو کې شمېرل کېږي. دوه پر دریمه برخه، یا ۴۰۱ ولسوالۍ په ماینونو ککړې دي، او ۳،۳ میلیونه خلک، په ماینونو د ککړو تایید شویو سیمو په ۱ کیلومترۍ کې ژوند کوي.

راپور کې راغلي، چې تېر کال د ماینونو او ناچاودو توکو له امله ۶۱۸ ملکیان، چې ۸۳ سلنه یې ماشومان دي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، چې ډېری ماشومان د لوبو او یا اوسپنو راټولو پر مهال د دې ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني شوي دي.

اوچا ویلي، چې د ماینونو له امله یوازې د افغانستان د شمال ختیځ په ۳۵ ولسوالیو او ۱۹۸ سیمو کې ۵۶۰ خطرناکه سیمې پېژندل شوي، چې ۱۲۳ زره خلک یې اغېزمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، له دغه هېواده سره د نړیوالو، خصوصاً د امریکا د مرستو په بندېدو سره، ګڼې نورې بشري او اقتصادي برخې هم شدیداً اغېزمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG