افغانستان
پېښور کې د سړک غاړې ماین ۴ پولیس او ۵ عام وګړي ټپیان کړي

په پېښور کې پرون پنجشنبه د پوليسو په موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې د ۴ پوليس سرتېرو په ګډون ۹ کسان ژوبل شوي دي.
د پېښور پوليسو په یوه بیان کې ویلي، دا د سړک غاړې خښ شوي ماین چاودنه وه چې په نتيجه کې یی ۴ پوليس او ۵ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د پاکستان د انګریزی ژبې ډان ورځپاڼې د پېښور د پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد له قوله ليکلي چې د ماين چاودنې هدف د پوليسو موټر و چې په سيمه کې یی ګزمه کوله.
نوموړي ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې زياته کړي چې په ژوبلو کې د يو تن حالت د اندېښنې وړ دی.
دغه پوليس افسر ويلي چې په پوليسو د حملې پلټنې یی پیل کړي دي.
تر دې دمه چا د چاودنې مسولیت نه دی منلی.
په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې پرله پسې د بمي چاودنو پېښې رامنځته شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیايي جام د غوراوي په دریم پړاو کې لوبه کوي

په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیاي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې راتلونکې اونۍ لوبه وکړي.
د ټاکلي پلان په اساس دواړه لوبډلې به د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل د راروانې پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) او دوهم ځل د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۴مه) سره مخامخ شي.
په دې پړاو کې ۲۴ لوبډلې په شپږو ګروپونو کې لوبې کوي. افغانستان په E ګروپ کې له پاکستان، سوریې او میانمار سره یوځای دی. افغان لوبډلې له سوریې او میانمار پر وړاندې خپلې مخکینۍ لوبې بایللې دي.
د آسیايي جام لوبې په ۲۰۲۷ کال کې ترسره کېږي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي، له افغانستان سره د خبرو لپاره د ده طرحې ته د اسلام آباد غبرګون هیله من کړی

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي چې د ډیورنډ پر کرښه د پرتو سیمو د ناامنیو په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره د ده وړاندیز ته د پاکستان د مرکزي حکومت غبرګون امېدبښونکی دی.
د ډان ورځپانې د راپور له مخې علي امین ګنډاپور پرون په خپل دفتر کې یوې غونډې ته وویل چې د یو دایمي حل لپاره له افغانستان سره خبرې ضروري دي.
ښاغلي ګنډاپور ادعا وکړه چې د افغانستان بې ثباتي د خیبرپښتونخوا پر نظم ناوړه اثر کوي. په راپور کې د اسلام آباد د غبرګون په اړه څه نه دي ویل شوي.
ګنډاپور یوه اونۍ مخکې په پېښور کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یوې غونډې ته د وینا پرمهال هم ویلي و، چې ایالتي حکومت د تروریستي ډلو پرضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو ملاتړ نه کوي.
د بنګله دیش په لاس د افغان ټیم دوه پرله پسې ماتې

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم له بنګله دیش ماته وخوړه.
دا لوبه په شارجه کې وشوه. افغان لوبډلې ۱۴۸ منډې هدف ورکړی وو خو بنګله دیشي لوبغاړو د شلم اوور په لومړي بال سره پوره کړ او لوبه یې د دوو ویکټو په توپیر وګټله.
افغانستان اولنۍ لوبه هم د پنجشنبې په ورځ بایللې وه. تمه ده دریمه شل اووریزه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره شي.
هندي چارواکي وايي را روانه اوونۍ د متقي کوربه دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له ۹ تر شپاړسمې به د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي کوربه وي.
د دغه وزارت ویاند راندهیر جیسوال پرون په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه بیان یاد کړ چې په اساس یې متقي ته د هند د دغه سفر معافیت ورکړل شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو په لیسټ کې دي او کله کله یواځې د ملګرو ملتونو د دغه سفري بندیز په معافیت سره بهر تلی شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه چې هندي چارواکي له طالب چارواکو سره په تماس کې دي او هند له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
هغه د بېلګې په توګه له زلزله ځپلو افغانانو سره د هند د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل چې په لومړي سر کې دوی بېړنۍ مرستې ورسولې او وروسته یې نورې محمولې هم د چابهار له لارې افغانستان ته واستولې.
د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم؛ فیفا وايي یو تاریخي ګام یې پورته کړی

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم غوره کړی دی.
تمه ده دا ۲۳ کسیزه لوبډله د روانې اکتوبر له ۲۳ تر ۲۹مې په متحده عربي اماراتو کې د فیفا د ښځو د یووالي په یوه ټورنمټ کې برخه واخلي. هلته به افغان نجونې له چاد، لیبیا او کوربه متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.
فیفا پرون په خپله فیسبوک پاڼه د دغو نجونو د تمرینونو یوه ویډیو هم خپره کړې او د ټیم تشکیل یې یو تاریخي ګام بللی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون د بیان په اساس د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم وروسته تر هغه تشکیل شو چې فیفا د دوی د مالي او عملیاتي چارو لپاره بودیجه تصویب کړه.
وروسته تر هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان واکمن شول د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي ټيم ګڼې غړې بهرنیو هېوادونو په تېره انګلستان او اسټرالیا ته کډوالې شوې او له لومړي سره یې هڅه کوله چې فیفا ورته د کډوالو نوی ټیم جوړ او ملاتړ ترې وکړي.
د رزمي لوبو بې ماتې افغان لوبغاړی فرید بشارت د یو اف سي په ۳۲۰ دوره کې لوبیږي

د افغانستان د رزمي لوبو بې ماتې لوبغاړی فرید بشارت یکشنبه سهار وختي د یو اف سي په ۳۲۰مه دوره کې لوبه کوي.
بشارت چې د نړۍ د رزمي لوبو په معتبره سازمان یو اف سي کې لوبیږي په حرفه يي سیالیو کې ۱۳ بریاوې لري او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې.
تمه ده دی د کریس ګویتیرز په وړاندې د سیالي ډګر ته لاړ شي چې ۲۲ لوبې یې ګټلي او ۶ یې بایللي دي.
فرید بشارت له خپل ورور جاوید بشارت سره چې هغه هم یو اف سي کې لوبیږي د دې اوسنۍ سیالي لپاره څو اوونۍ کلک تمرینونه کړي.
د بشارت او کریس لوبه د لاس ویګاس اړوند ټي مبایل سټډیوم کې ترسره کېږي.
د یو اف سي په دې دوره کې د شپې دوه اصلي لوبې د روسي – داغستاني لوبغاړي مګومیدوف انکلاییف او برازیلي الیکس پریرا تر منځ د نیمه درانه وزن په اتلولۍ کېږي.
همدارنګه په دویمه مهمه لوبه کې بیا ګرجستانی میراب دالیشویلي له خپل اتلولۍ کمربنده د کارني سندیګن په وړاندې دفاع کوي.
د خبریالانو مرکز: د مهدي انصاري اعترافات ( جبري) دي او دوی یې غندنه کوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبریال مهدي انصاري څخه جبري اعتراف اخیستل او بیا د هغه خپرول، د محکمې د اصولو خلاف او د خبریال له حقونو سرغړونه بللې.
دغه مرکز پرون پنجشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان خبري اژانس له خبریال څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا اعتراف اخیستل، د دوی په ټکو د رسنیو د ځپنې او د فعالانو د محدودولو هڅه ده.
د دغه خبریال د اعترافانو ویډیو پرون خپره شوه چې په کې ویل شوي، هغه د طالبانو په ټکو بهر کې " مغرضو" رسنیو سره همکاري درلوده.
د خبریالانو ملاتړو بنسټونو دغه اعترافات " جبري " بللي دي.
مهدي انصاري تېر کال د تلې په میاشت کې د دشت برچي له سیمې ونیول شو او وروسته ابتدایه محکمې د طالبانو په ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال حبس محکوم کړ.
د خبریالانو مرکز وایي، دا مهال په کابل، غزني او پروان کې لږ تر لږه ۶ خبریالان بندیان دي.
د جرمني حکومت: د طالبانو قونسلي استازي مو د اخراج بهیر د همغږۍ لپاره منلي

د جرمني د حکومت ویاند سټیفان کورنیلیوس وایي، دوی د طالبانو دوه قونسلي استازي د دې لپاره منلي چې په جرمونو د محکومو شویو افغانانو د اخراج بهیر کې ورسره همغږي وکړي.
نوموړي پرون پنجشنبه رویټرز ته دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې په بن کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ ډيپلوماتانو د تیرې دوشنبې په ورځ د طالب استازي د معرفي کېدو په غبرګون کې ډله ییزه استعفا وکړه.
د طالبانو دوه قونسلي استازو ته د جرمني حکومت په تیره جولای میاشت کې اعتبارلیکونه ورکړل چې د پلان له مخې یو به یې په برلین کې د افغانستان په سفارت او بل یې د بن په قونسلګرۍ کې دنده اجرا کوي.
جرمني د ۲۰۲۴ کال په اګست کې په جرمونو د محکومو افغان کډوالو اخراج له سره پېل کړ او دوه ځله یې دغه کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته واستول.
رویټرز وایي، شاوخوا څلور نیم لکه افغانان دا مهال په جرمني کې اوسیږي.
د افغانستان او بنګله دیش کریکټ لوبډلې نن دویمه شل اوریزه لوبه لري

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي ټیمونه نن جمعه د شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې سره مخامخ کیږي.
دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۷ بجو د شارجې په کریکټ ستډیوم کې ترسره کیږي.
پرون د دغې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه کې افغانستان بنګله دیش ته لوبه بایلوده.
افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ، خو بنګله دیشي لوبډلې په نولسم اور کې هدف پوره کړ او لوبه یې په ۴ ویکټو او ۸ بالونو سره وګټله.
دریمه شل اوریزه لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.
دواړه ټیمونه د یو ورځنیو لوبو درې مسابقې هم کوي چې هغه لوبلړۍ د اکتوبر په اتمه پیلېږي.