د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

يوشمېر نابينايان: د ولايتونو په کانکور ازموينو کې راته د ګډون زمينه نه‌‌شته


له ارشيفه د نابينا زده‌‌کوونکو یو انځور
له ارشيفه د نابينا زده‌‌کوونکو یو انځور

یوشمېر افغان نابینایان وايي، باید له دوی څخه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کانکور اختصاصي ازموینې واخيستل شي.

کله چې یو نابینا او هغه چې نه‌شي اورېدلی دولس کاله د ښوونځي زده‌کړې پای ته رسوي، د ځانګړو استادانو د نشتوالي له کبله د کانکور په ازموینه کې ګډون نه‌‌‌‌‌شي کولای."
د نابينايانو يو فعال

دوی وايي چې، د درسي موادو او مسلکي استادانو د نشتوالي له کبله پوهنتونو ته د ورتګ له ازموینو پاتې دي.

دوی پرون شنبه د (نومبر ۱۶مه) د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د محصل د نړیوالې ورځې په مناسب جوړې شوې غونډې ته وویل، د امکاناتو د نشتوالي له کبله اړ دي چې د نابینایانو په اختصاصي کانکور کې د ګډون لپاره کابل ته لاړ شي.

د نابیناو د حقونو د خوندیتوب یوه فعال سید محمد یزدان‌پرست په دغه ناسته کې وویل، باید له نابینایانو او ناشنیویانو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کانکور ازموینې واخېستل شي.

نوموړی ويلي: "د پوهنتونونو لپاره په ولایتي ازموینو کې باید هغه استادان چې په بریل خط (د نابیناو ځانګړې لیکدود) او د نابیناو په ځانګړې اشاروي ژبه بلد وي ګډون وکړي، څو موږ د نابینا او ناشنوایان فارغ شوي محصلین هم ولرو، کله چې یو نابینا او هغه چې نه‌شي اورېدلی دولس کاله د ښوونځي زده‌کړې پای ته رسوي، د ځانګړو استادانو د نشتوالي له کبله د کانکور په ازموینه کې ګډون نه‌‌‌‌‌شي کولای."

ارشیف: په افغانستان کې نابینا نجونې د برېل لیکنې د لوستلو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې نابینا نجونې د برېل لیکنې د لوستلو پر مهال

د کابل ښار اوسېدونکی جمشېد چې سترګې یې د ماین چاودنې له یوې پېښې وروسته اوس لید نه‌لري ادعا کوي چې، د طالبانو حکومت د دوی د زده‌کړو او کار برخو ته هیڅ پام نه‌دی کړی.

"له هغې راهیسې چې اوسنی حکومت واک ته رسېدلی، له بده‌‌‌‌مرغه دوی معلولیت لرونکو کسانو په ځانګړي ډول نابیناو سره هيڅ ډول مرستې نه‌‌‌دي کړي
جمشېد، نابينا

جمشېد وايي: "له هغې راهیسې چې اوسنی حکومت واک ته رسېدلی، له بده‌‌‌‌مرغه دوی معلولیت لرونکو کسانو په ځانګړي ډول نابیناو سره هيڅ ډول مرستې نه‌‌‌دي کړي، دوی باید د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي."

په بلخ کې د نابیناو له لوري د اختصاصي کانکور د ازموینې غوښتنه په‌‌داسې حال کې کېږي چې، یوشمېر نابینا افغان نجونې د ښوونځیو او پوهنتونو د خلاصېدو غوښتنه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې جینا په‌‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نن د محصل نړیواله ورځ وه، کله چې په‌‌‌‌دې اړه پوه شوم نو له سترګو مې اوښکې راغلې، ځکه موږ نه‌‌شو کولای خپلو زده‌‌‌کړو ته دوام ورکړو او د ښوونځیو او پوهنتون دروازې یې راباندې تړلې دي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کانکور ازموینو ملي ادارې د کانکور ازموینې لپاره د ګډونوالو نوم‌‌‌لیکنه پیل کړې او دغه لړۍ به د جدي د میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام وکړي.

د نابیناو د معلوماتو له‌مخې یاده اداره هرکال د لوړو زده‌‌‌‌‌کړو د دوام لپاره له نابیناو کسانو د اختصاصي کانکور ازموینې اخلي.

د طالبانو حکومت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې تېر کال کې په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي و، د نابینایانو او ناشنویانو د زده‌‌‌کړو لپاره ۱۶ مرکزونه فعال دي چې، دغو مرکزونو کې د نجونو په ګډون دوه زره کسان پر زده‌‌کړو بوخت دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له‌‌‌مخې، د نابینا زده‌‌‌کوونکو لپاره له هغو درسي موادو چې په بریل خط کښل شوي او همداراز له عصري کمپپیوټري وسایلو هم استفاده کېږي.

بریل د نابیناو هغه ځانګړی لیکدود دی چې د هغې په لمسولو سره نابینان کولای شي خط ولولي.

د طالبانو د حکومت د کانکور ازموینو ملي ادارې په‌‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې.

د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د روان کال د جولای په میاشت کې د یوه راپور له‌‌مخې ویلي و چې، دا مهال په افغانستان کې ۴۰۰ زره نابینایان شته او ۱،۵ میلیونه کسان د سترګو د لید له ډول‌ډول ستونزو سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG