د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت: افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۵زره کسان د سترګو ليد بايلي


له ارشيفه د نابينايانو يو انځور
له ارشيفه د نابينايانو يو انځور

د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت وايي، نابينايي او د ليدلو اړوند ناروغۍ په افغانستان کې جدي ستونزې دي او هر کال شاوخوا ٢٥زره کسان په‌دې هېواد کې خپل د سترګو ليد بایلي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالولي حقاني د لیدلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پرون د اکتوبر په ١٠مه جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، دغه موارد ۸۰سلنه د مخنیوی وړ دي خو روغتيايي خدمتونو، د ليد روغتونو او لرې پرتو سيمو کې د ليد د کلينيکونو د نشتون له امله يې درملنه نه‌کېږي.

"په‌دې شرايطو کې په افغانستان کې د هيچا وضيعت سم نه‌دى، د سترګو قرينې مې ستونزه پيدا کړې داکټرانو ويل چې دلته اجازه نه‌شته بايد بهرنيو ملکونو کې درملنه وکړئ
يوه نابينا مېرمن

هغه ويلي: "د روغتيا نړيوال سازمان او د ړوندوالي د مخنيوي نړيوالې ادارې د اټکل شويو شمېرو له‌مخې په افغانستان کې د ړندېدو کچه له ١،٥ څخه تر ٢ سلنې پورې ده، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ٢٥زره کسان خپله يوه سترګه له لاسه ورکوي، په‌‌داسې حال کې چې د دې ړوندوالي نژدې ٨٠سلنه د مخنيوي وړ دي."

نوموړي دغه شان وویل، په افغانستان کې نژدې یو نیم میلیون کسان د لید له کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې دننه یوشمېر هغه افغانان چې نابينا دي وايي، دوى ته رسېدنه نه‌ده شوې او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په کابل کې يوې نابينا مېرمنې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي او د دواړو سترګو يې په بشپړه توګه روښنايي نه‌لري ازادي راډيو ته یې وويل: "په‌دې شرايطو کې په افغانستان کې د هيچا وضيعت سم نه‌دى، د سترګو قرينې مې ستونزه پيدا کړې داکټرانو ويل چې دلته اجازه نه‌شته بايد بهرنيو ملکونو کې درملنه وکړئ، نابينا يم د افغانستان شرايط هم ډېر ښه نه‌‌‌دي اقتصادي وضيعت خراب دى، خپلې دندې مې هم ټولې له لاسه ورکړي اوس ايم‌اس‌اى دفتر کې رضاکارې په توګه کار کوم، عايد نه‌لري."

له ارشيفه د يوې نابينا مېرمنې انځور
له ارشيفه د يوې نابينا مېرمنې انځور

د بلخ ولایت په مزار شريف ښار کې سيدمحمد يزدان‌پرست چې دا هم په دواړو سترګو نابينا او په شمال زون کې د معلوليت لرونکو کسانو لپاره د حق غوښتلو د شبکې غړى دى وايي: "ما د شبکې ناروغۍ له وجې او دغه شان د درملنې د امکاناتو د نشتون له امله له ١٣ کلنۍ څخه را په دې‌خوا د سترګو ليد له لاسه ورکړى، نابينايان په افغانستان کې په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، لکه تعليمي فرصتونه مسلکي او په ټولنه کې د نه منلو له ستونزو سره مخ دي."

نوموړى زیاتوي، پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د بلخ ولایت مزارشریف روغتون نه نورو هېوادونو ته د متخصصينو ډاکټرانو په تللو سره دوی په روغتیايي برخه کې په ځانکړې ډول د سترګو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یوې نابینا نجلۍ غمجن داستان چې غواړي ښوونکې شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مني چې، د افغانستان په کلیوالو او وروسته پاتو سیمو کې د سترګو د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې ډېر شمېر نابینا شوي دي.

خو دغه وزارت ادعا کوي وايي، چې نابينايانو ته د امکاناتو برابرولو او د دې برخې پاملرنې ته دوی په خپلو ستراتېژیو کې لومړيتوبونه ورکړي دي.

د یادونې ده، چې کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د سازمان عالي کمېشنري "یواین‌ایچ‌سي‌ار" د روان زېږدیز کال د جولای پر ۷مه په خپله ایکس‌پاڼه د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو، په افغانستان کې ۴۰۰زره نابینایان موجود دي او ۱.۵ میلیونه نور بیا د لید له ستونزې سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG